د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

د ليبيا له مخالفانو سره د مالي مرستو نوې ژمنې


د لیبیا د تماس ډلې پرون په خپله غونډه کې د معمرالقذافي د رژیم له مخالفانو سره د یوملیاردو درې سوه ملیونه ډالره مرستې نوې ژمنې وکړې. په ابوظبۍ کې د لویدیځو او عرب هېوادونو په ګډون دا غونډه اصلاً د قذافي له نسکورېدو د وروسته لیبیا، د پلانونو په اړه د بحث لپاره جوړه شوې وه.

د لیبیا د تماس د ډلې په غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هليري کلېنټن، د فرانسې او بريتانیا په ګډون د څو اروپايي او د قطر، کوېټ او اردن په ګډون د څو عربي هېوادونو استازو ګډون کړی و.

ایټالیا او فرانسې په ګډه د لیبیا له ملي انتقالي شورا سره د څه باندې یوملیارد او قطر او کوېټ د 280 ملیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

استرالیا او امریکا هم د لیبیا ملي انتقالي شورا، د خبرواترو لپاره د دې هېواد د خلکو د مشروع استازې په رسمیت وپېژندله.

د لیبیا د تماس ډلې غونډه وروسته له هغې جوړېږي چې ناټو د قذافي د کمزوري کولو او پر ملکي وګړو د ده د پلوي ځواکونو د بریدونو د مخنیوي لپاره دا اوونۍ پر مرکز طرابلس سخته بمباري وکړه.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال پرون اعلان وکړ چې د دې محکمې څېړونکو داسې شواهد ترلاسه کړي چې پر مخالفانو د جنسي تجاوز له پالیسۍ سره د قذافي ارتباط په ډاګه کوي.
XS
SM
MD
LG