د لویدیځو او عربي هېوادو مشران نن په عربي متحد اماراتو کې د لیبیا پر راتلونکې خبرې کوي. د داسې ليبيا پر راتلونکي چې قذافي ورباندې واکمن نه وي.
دا غونډه روانه اوونۍ پر طرابلس د ناټو په سختې بمبارۍ پسې کېږي. دا بمبارۍ د قذافي د واک د کمزورۍ په نیت وشوه څو د ملکیانو او یاغیانو پر ضد د ده ځواکونه کمزوري شي.
پر طرابلس ناټو د چهارشنبې په ورځ ناوخته بیا بمباري پیل کړه.
په ابوظبي کې د لیبیا د تماس ډلې په غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو زیرې هیلري کلنټن، د فرانسې او بریتانیا استازي او د قطر، کویت او اردن په ګډون د عربي هېوادونو استازیو برخه اخیستې ده.
تمه ده چې په دې غونډه کې د لیبیا د یاغیانو ملي انتقالي شورا ته د نړیوالو مرستو د ورکولو مسئله وڅیړل شي او پر دې خبرې وشي چې څه باید وشي چې قذافي واک پرېږدي.
روانه اوونۍ قذافي په طرابلس کې وویل، چې تر مرګه به له واکه لاس وانخلي.