د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

د سوريې په باب پر يوه پرېکړه ليک رايه اخيستل کېږي


په سوريه کې د مظاهرو يوه صحنه
په سوريه کې د مظاهرو يوه صحنه
په سوریه کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان او اوسېدونکي وایي، په زرګونو پوځیان چې ټانکونه ورسره دي د دغه هېواد په شمال کې د یاغیانو د ځپلو لپاره روان شوي دي.

د سوریې حکومت ویلي دي چې په شمال لویدیځ کې د جسرالشوګر په ښار کې د وسله والو له لورې د یو سل او شل عسکرو له وژلو ورسته به جدي اقدام وکړي.

حکومت پلوه الوطن ورځپاڼې وویل چې وسله والو په یوه کلي کې د پوځیانو د مخنيوي لپاره کمین نیولی و. خپلواکو سرچینو دا رپوټ نه دی تایید کړی او امکانات یې هم نه شته ځکه چې بهرني خبریالان له سوریې ایستل شوې دي.

په سلګونو اوسیدونکي د ترکې د پولې لور ته تللي دي څو له شخړو ځان وساتي.

هاخوا دیپلوماتان وایي، د اروپا له لورې به د سوریې په اړه پر وړاندې شوې قطعنامې په امنیت شورا کې په راتلونکو ورځو کې رایي واخیستل شي.

په دې مسوده کې د سوریې له حکومته غوښتل شوې دي چې له تشدده لاس واخلي او له اپوزسیون سره سیاسي خبرو ته کښیني.

دا قطعنامه به د دې سربیره رایي اچولو ته وړاندې شي چې روسیې او چین وار له مخه خبرداری ورکړی دی چې ویټو به یې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا سفیر مارک لېل ګرانټ وویل، تمه ده چې نن ناوخته امنیت شورا د دې پرېکړه لیک مسوده وڅېړي.

دا مسوده د چهارشنبې په ورځ بریتانیا، فرانسې، جرمني او پرتګال وړاندې کړه.

امریکا اعلان وکړ چې د دې مسودې ملاتړ کوي.

د بریتانیا سفیر خبریالانو ته وویل:

« موږ به د پرېکړه لیک پر دې نوي متن د پنجشنبې په ورځ سهار خبرې وکړو او هیله لرو چې د امنیت شورا ټول غړي به اعتماد پرې وکړي. موږ په لومړۍ مسوده کې څه بدلونونه راوستې دي، دا تغییرات په مځکه کې د پېښو او همداراز د امنیت شورا د نورو غړیو له لوري د څه اندېښنو له مخې رامنځته شوې دي.

نو د دې په رڼا کې هیله من یو چې د امنیت شورا ټول غړي به دا راسره ومني، که چېرته داسې وکړي، ښه تر ښه تاسو بیا له دوی په دې اړه پوښتنه کړئ»

په ملګرو ملتو کې د فرانسې سفیر ګراډ ارود د سوریې وضعیت ډېر بد وګاڼه او ویې ویل چې دا اندېښنې شته چې دغه هېواد به د کورنۍ جګړې پر لوري روان شي.

په يوه بل خبر کې:

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو عالي کمشنرې د سوریې له رژیمه وغوښتل چې د خپلو خلکو له ځپلو لاس واخلي.

نیووي پیلې وویل، د دې دفتر داسې رپوټونه ترلاسه کړې دي چې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم مخالف اعتراض کوونکي له مارچ میاشتې راهیسې تر یولس سوو ډیر وژل شوې دي او تر لس زرو ډیر نیول شوې دي.

نژدې یوزر شپږسوه سوریایان بیا ګاونډۍ ترکيې ته په وروستیو ورځو کې له دې وېرې مهاجر شوې دي چې د سوریې په شمال کې حکومت خپل مخالفان ځپي.

پیلې د سوریې له ګاونډیو وغوښتل چې د مهاجرو سوریایانو په مخه خپلې پولې پرانیزي.
XS
SM
MD
LG