د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

د غزني اساسي پروژې ولې ځنډېدلي؟


د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين
د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين
ټاکل شوې غزنى ولايت په ٢٠١٣م کال کې ”د اسلامي کلتور د مرکز“ په توګه ونومول شي.

د غزني والي وويل په دې توګه به بهرنيو سيلانيانو ته زمينه برابره شي چې د غزني تاريخې ساحې له نژدې وګوري چې دا به د افغانستان له اقتصاد سره لويه مرسته وکړي.

د غزني والي وايي که چېرې د دې ولايت لپاره په پام کې نيول شوى پلان عملي شي، دې ولايت ته به د ورځې د شپږ سوه کورنيو او بهرنيو کتونکو يا سيلانيانو په راتګ کې څه ستونزه نه وي.

موسى خان ملکزاده د غزني ولايت لپاره د خپلو اړتياوو او غوښتنو يو ليست برابر کړى، په هغو کې د غزني ښار د ٩٢ کيلومتره سړک د پخولو چارې، د برېښنا اعاده، د بسونو تمځايونه، د سپورټ سټوډيم، هوټلونه، هوايي ډګر، سوړ ساتنځاى او ګڼې نورې پروژې شاملې دي، والي تمه لري چې مرستندويان به له دغو پروژو سره مالي مرسته وکړي، خو په دې وروستيو کې شکايتونه وشول چې د غزني د رغونې چارې سمې نه دي روانې.

په ساختماني چارو کې د ولسمشر سلاکار يوسف پښتون ازادۍ راډيو ته وويل د ناامنۍ او د ظرفيتونو د کموالي له کبله د غزني د رغونې د پروژو کارونه ځنډېدلي يا هم ورو روان دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين هم له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې دا مسئله ومنله چې د غزني د رغونې کارونه چټک نه دي روان:

د 10 څليو کار ختم شوی او په سلو کې 90 کار یې شوی، راتلونکی کال چې په مخکې یې لرو 10 نور څلي هم په پام کې لرو.

تر کومه ځایه چې په اطلاعاتو او کلتور وزارت پورې اړه لري، کارونه سم روان دي، خو د کار چټکوالي ته اړتیا لرو، مګر په هر حالت کې چټک کار نه شي کېدی په ځانګړي ډول کله چې د نورو مرستې وي.″

د غزني والي موسى خان ملکزاده د نندارتون د يوه لوى مرکز، چې د تياتر څانګه هم ولري، او کتابتون لپاره د ١٩ نيم مليونه پونډه غوښتنه کړې، چې نژدې ٣٣ مليونه ډالره کېږي.

خو په غزني کې د ولايتي بيارغونې ډلې يا پي، ار، ټي ويلي چې دوى په دې برخه کې هېڅ ډول مالي مرسته نه کوي، دوى وايي د والي غوښتل شوي زيات مسايل به ونه منل شي، لکه د يوه ډېر مجلل هوټل جوړونه.

څو کاله مخکې د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانوپه غونډه كې پرېکړه وشوه، چې غزني به په ٢٠١٣م کال کې د اسلامي کلتور د مرکز په توګه ونومول شي. د غزني په ځينو ولسواليو کې ناامني هم په پراخېدو ده او دې مسئلې خلک اندېښمن کړي، چې ښايي د دې لويې پروژې پر برياليتوب اغېز ولري.
XS
SM
MD
LG