د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

بزګر:که مرستې ونشي نو له کوکنارو مو څوک نشي منع کولای


یو شمېر بزګر وايي، که افغان دولت له دوي سره د کرنې په برخه کې مرسته ونه کړي ، نو دوي به د کوکنارو کښت ته دوام ورکړي.

د بزګرو له خوا دغه ګواښ له هغه وروسته کیږي، چې په یو شمېر ولایتونو کې د دولت له خوا کوکنار واړول شول او بزګرو ته يي د مرستو اعلام وکړ.

خو دغه بزګر شکایت کوي، چې تر اوسه د دولت له خوا له دوي سره کومه مرسته نه ده شوې.

د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې په هغو ولایتونو کې، چې کوکنار په کې صفر شوي یو هم خوست ولایت دی، چې بزګر يي وايي، که دولت خپلې ژمنې عملي نه کړي، نو دوي به د پخوا په شان د کوکنارو کښت ته اړ شي:

(دا چې مرکزي دولت په خوست کې کوکنار بند کړل او په بدل کې به يي یو زراعتي سامان ورکړو خو تر اوسه يي هیڅ نه دي ورکړي او که ددوي مرستې له موږ سره نه وي نو په راتلونکې کې به موږ کوکنار وکرو او دا چې موږ به څوک منع نه کړي.)

د بزګرو له خوا دغه ګواښونه له هغه وروسته ورکول کیږي، چې د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې د تېرو لسو کلونو به پرتله اوس مهال د کوکنارو په کښت کې ۴۵ سلنه کموالی راغلی دی.

داسې ویل کیږي، چې د نشه يي توکو قاچاق وړونکي په کال کې د نشه يي توکو له قاچاق څخه شا و خوا ۶۵ میلیارد ډالره ترلاسه کوي، چې له هغې څخه یوازې ۳۰ سلنه عاید په افغانستان کې دننه د بزګرو په ګډون د نشه یي توکو کاروباریان ترلاسه کوي.

بل خوا د کرنې وزیر محمداصف رحیمي هم د بزګرو ستونزې تاييدوي او وايي، چې د کوکنارو د کر پر وړاندې یوازينې مبارزه د کرنې د پراختیا له لارې ممکنه ده.

ښاغلی رحیمي وړاندې وايي، چې دغه مبارزه به هله بریالی وي، چې بزګرو ته د بڼونو د برابرولو او د هغه د پروسس او بیا ورته د بازار موندنې هڅه وشي.

د کرنې وزیر محمد اصف رحیمي وايي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د وزارتونو ترمنځ مبارزې ته اړتیا ده، چې هغه د کرنې ، سوداګری ، اوبو او انرژی او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارتونه دي.

بل لورته د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، چې په وروستیو کلونو کې د نشه يي توکو په ضد د مبارزې په برخه کې د دوي مهمه لاسته راوړنه له ۳۳ ولایتونو څخه په شلو ولایتونو کې د کوکنارو د کښت بندول دي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د وزارت د پلان جوړونې مرستیال انجنیر محمد ابراهیم اظهر ازادۍ راډیو ته وویل، چې په هغو ولایتونو کې ، چې کوکنار په کې اړول شوي ، په کال کې ورسره یو میلیون ډالره مرسته کیږي.

انجنیر اظهر زیاتوي، چې د کوکنارو کر غیر اسلامي او غیرقانوني کار دی، نو دوي نه شي کولای د هر بزګر غوښتنه پوره کړي، خو د کوکنارو د نه کرلو د هڅونې امکانات موجود دي:

( موږ د پراختیايي پروژو د پلي کولو لپاره د بدیل د تشویقي پروګرامونه لرو، موږ هر کال د پراختیايي پروژو له لارې یو میلیون امریکايي دالره هغو ولایتونو ته مرسته کوو، چې په کې کوکنار صفر شوي وي.

دغه پروژې هر کال دوام لري، چې د خپله والیانو او د ولایت د پراختیايي شوراګانو له لارې ورته وړاندیز کیږي، موږ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د وزارت له لارې دغه پروګرام ورباندې پلي کوو.)

خو داسې انتقادونه کیږي، چې روانه مبارزه بریالی نه ده، ځکه د کوکنارو د اړولو په بدل کې بزګرو ته هغه ډول مرسته چې لازمه ده، نه ده شوې، نو له همدې امله د نشه يي توکو قاچاق وړونکو ته ښه زمینه برابره شوې، چې بزګر د پیسو په بدل کې د کوکنارو کښت ته وهڅوي .

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د وزارت له خوا د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې ۹۸ سلنه کوکنار د هېواد په سویل او سویل لویديځو سیمو کې، چې نارامې سیمې او د مخالفینو ځالې بلل کیږی، کرل کیږي.

تر دې مخکې یاد وزارت د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره يي د هېواد په پولو کې د ګاونډیو هېوادونو په مرسته د ګډو عملیاتو اعلام کړی و ، چې لومړی له هرات ، فراه او نیمروز ولایتونو څخه پیلېدل.

په هېواد کې له تېرو لسو کلونو راهیسې د نشه يي توکو په ضد د مبارزې له دومره هڅو سره سره، بیا هم افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په لومړي کتار کې دی ، چې د نشه یی توکو تر ټولو ستر تولیدونکي هېوادونه شمېرل کیږي.

کتونکي د طالبانو واکمني د نشه یی توکو د کښت په کموالی کې له ډیرو کمو امکاناتو سره سره، تر تېرې لس کلنې دورې غوره بولي، ځکه د دوي په وینا د هغوي د واکمنی پر مهال د کوکنارو د کر او تولید کچه تر ډيره بریده ټیټه وه.

خبریاله ماریا صدیقي،کابل
XS
SM
MD
LG