د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

په افغانستان کې د ګلف لوبغالی رغیږي


په افغانستان کې د ګلف د میدان د جوړولو کار پیل شو، د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې ویاند مجیب الرحمن رحمني ازادۍ راډیو ته وویل، د ګلف د دغه میدان د رغولو کار د کابل د قرغې په سیمه کې د دوشنبې په ورځ د المپیک د ملي کمېټې د مشر له خوا پرانیستل شو او تمه ده په یوه کال کې په بشپړه توګه جوړ شي .

د ګلف دغه میدان به تر پایه پورې 27 میلیونه افغانۍ لګښت ولري او تمه ده چې په جوړېدو سره یې د ګلف لوبغاړو شمېر هم زیات شي .

د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې ویاند زیاته کړه، چې ګلف په افغانستان کې یوه نوې لوبه ده او فدراسیون یې هم په دوه زره او نهم میلادي کال کې پرانیستل شوی دی .

خو له دې ټولو سره سره یې په تېر کال کې د ګلف په اسیایي لوبو کې چې په بنګله دیش کې تر سره شوې وکولای شول درېم مقام خپل کړي .
XS
SM
MD
LG