د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

بابا رامديف خپل غذايي اعتصاب بيا پيل کړ


رامديف
رامديف
په هند کې د ټلويزيوه يوه مشهور ستوري او د يوګا سپورت مخکښ له لسګونو زره نورو سره د اداري فساد پرضد اعتراض وکړ.

بابا رام ديف چې کله د هند له پلازمېنې د پوليسو له لوري وايستل شو، د هند د شمال په يوه سپېڅلي ښار کې يې اعلان کړه چې بيا به غذايي اعتصاب پيل کړي.

بابا رامديف چې تل يې د بودايانو نارنجي رنګه جامه په تن وي او په هند کې د خپلو ټلويزيوني پروګرامونو له کبله زيات مشهور دى، د يوګا سپورټ د پېچلو حرکاتو په کولو سره خلکو ته د روغتيا، نېکمرغۍ او خوشحالۍ په باب لارښوونې کوي.

ده تېره اوونۍ په هند کې د اداري فساد پر خلاف کمپاين پيل کړ. دغه کمپاين په څلور ورځنۍ روژې پيل شو چې د هند د ټولو خلکو پام يې ځان ته واړاوه.

بابا رامديف د يکشنبې په ورځ نوي ډيلي ښار کې په يوه لوى کمپ کې چې ګڼې خېمې هم په کې درول شوې وې، خپل غذايي اعتصاب د مفسدانو او د خلکو د عامه شتمنيو د لوټمارو پرضد په شعارونو سره پيل کړ.

که څه هم د ده د پېشنهاد د څېړنې لپاره له حکومت سره ١١ ساعته توافق شوى و، خو د يکشنبې پر سهار پوليسو له اوښکي بهوونکي ګاز څخه په استفادې پر کمپ حمله وکړه. د پوليسو او د بابا رامديف د پلويانو ترمنځ په شخړو کې له دواړو لوريو په لسګونو کسانو ټپيان شول.

بابا رامديف په دې صرفه ونه کړه، د ښځينه کاليو په اغوستلو سره يې له خپلو طرفدارو ښځو وغوښتل چې د پوليسو په وړاندې د مقاومت لپاره د يوې کړۍ په څېر راتاوې شي.

پوليس وايي په هغه غونډه کې چې يوازې پنځه زره کسانو په کې د ګډون جواز درلود، شا و خوا څلوېښت زره کسان راغونډ شوي وو، دوى هم د امنيتي ملحوظاتو پر اساس مداخله وکړه.

خو بابا رامديف د پوليسو دا ځپونکي عمليات د ډيموکراسۍ پر لمن تور داغ او د خپل ځان د وژلو هڅه وګڼله، ژمنه يې وکړه چې د ګنګا سيند پر څنډه به په هريدوار ښار کې خپل غذايي اعتصاب ته ادامه ورکړي.

اپوزيسيون ګوند د پوليسو دا حمله وغندله او د حکومت د استعفى غوښتنه يې وکړه.

دا مظاهرې او اعتراض د هند پر حکومت د مدني ټولنې د فشار يوه برخه ده. د هند مدني ټولنې وروسته تر هغه د شفافيت او حساب ورکولو غوښتنه وکړه، چې د مخابراتي جوازونو د ورکړې، د املاکو د غيرقانوني لاندې کولو او د کامنولټ د غړو هېوادونو په سياليو کې د بې نظميو مسئلې رسوا شوې.

بابا رامديف او د مدني ټولنې نور فعالان حکومت تورنوي، د هغو کسانو په وړاندې جدي اقدام نه کوي، چې د هند شتمنۍ يې بهر ته انتقال کړې دي.
XS
SM
MD
LG