د یمن ولسمشر علي عبدالله صالح چې د تېرې جمعې په ورځ د جمهوري ریاست ماڼۍ په جومات کې چاودنې ټپي کړ په سعودي عربستان کې دی.
رپوټونه وایي، د علي عبدالله صالح دوه عملیات پرون په بریالیتوب سره ترسره شول.
بل خوا زرګونو مخالفینو له هېواده د عبدالله صالح د وتلو په مناسبت پرون خوشحالي او غونډې وکړې.
د ځوانانو یوې کمېټې چې له تیرو درې میاشتو راهیسې یي د علي عبدالله صالح د ۳۳ کلن حکومت خلاف د پاڅون او مظاهرو په تنظیمولو کې اساسي رول لوبولی د واک د انتقال په لور د چټکو ګامونو غوښتنه وکړه .
د دغې کمېټې یوه غړي واسم القرشي له هېواده د علي عبدالله صالح د وتلو په مناسبت خلکو ته مبارکي وویله او د واک د چټک انتقال غوښتنه یې وکړه:
،،دغه راز تنظیموونکې کمېټه له ټولو ملي ځواکونو او سیاسي ګوندونو غواړي چې د یوې موقتې ریاستي شورا جوړول پيل کړي .
داسې یوه شورا چې د ټولو ملي ډلو استازې وي، دغه شورا باید انتقالي حکومت جوړ کړي او د داسې یو نوي قانون مسوده برابره کړي چې د ازادۍ او عزتمند ژوند لپاره د یمن د ولس هیلي ترسره کړي.،،
د ځوانانو د کمېټې اعلامیې وویل، انقلاب خپل لومړی هدف چې له واکه د علي عبدالله صالح لېرې کول وو ترسره کړ او د ټولو اهدافو د ترسره کولو لپاره به د دوي مظاهرې او غونډې دوام وکړي .
دغه راز سلګونو کسانو په تعز کې چې د یمن دوهم لوی ښار دی له هېواده د علي عبدالله صالح د وتلو په مناسبت خوشالي او جشن جوړ کړل .
په پارلمان کې د حکومت مخالفینو ژمنه وکړه، چې علي عبدالله صالح ته به اجازه ورنه کړي چې بیا هېواد ته ستون شي .
په پارلمان کې د حکومت د مخالفینو مشر محمد قحطان د فرانسې خبري اژانس ته وویل، چې له هېواده د علي عبدالله صالح وتل د استبدادي او فاسد رژیم د خاتمې پيل دی .
خو د علي عبدالله صالح د ګوند یو ویاند العربیه تلویزیون ته وویل، چې ولسمشر به د څو ورځو په ترڅ کې بیرته هېواد ته ستون شي .
د سعودي عربستان یوه چارواکي وویل، چې د ولسمشر علي عبدالله صالح دوه عملیات په بریالیتوب ترسره شول .
علي عبدالله صالح د شنبې په ورځ د سعودي عربستان په یوې طبي الوتکه کې او د ده د کورنۍ غړي په یوې بلې الوتکې کې ریاض ته ورسیدل.
د یمن یو چارواکي وویل، چې علي عبدالله صالح یو څه ښه شوې او په سینه او مخ یو څه ژوبل شوې دی .
د علي عبدالله صالح حکومت وایي، د ارګ په جومات برید د قبایلي مشر شیخ صادق الاحمر کسانو کړی دی.
وروسته له دې چې د واک د انتقال یو پلان تیره میاشت ناکام شو د شیخ احمر پلویانو د پایتخت صنعا په سړکونو کې د حکومتي قواوو خلاف جنګ پیل کړ.
د مرستیال ولسمشر عبدربه منصورهادي له غوښتنې وروسته د شیخ صادق دفتر وویل، چې مشروط اوربند ېې منلی او خپل وسله وال کسان یي له دولتي ودانیو ستانه کړي دي .
مرستیال جمهور رییس د اوربند غوښتنه کړې وه او ویلي يي وو، چې وسله وال کسان دې دولتي ودانۍ پریږدي .