د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

باریت:افغانان د م.م له تور ليست څخه د طالبانو نوم ایستل غواړي


د ملګرو ملتونو د طالبانو او القاعده د بندیزونو د څارونکې کمېټې هماهنګ کونکي ریچارد باریت افغانستان ته د سفر په ترڅ کې وویل:

امنیت شورا تمه کوي، چې له څلویښتو څخه د زیاتو طالبانو نومونه به د جون په ۱۶ امنیت شورا ته وړاندې شي او شورا به یې په اړه پریکړه وکړي چې ایا د دغو کسانو نومونه له دغه تورلست څخه چې په کې د ۱۳۸ طالبانو نومونه شامل دي وباسي او که نه؟

له تورلست څخه د طالبانو د نومونو ایستل د سولې د خبرو لپاره یوه د طالبانو له اصلي غوښتنو څخه ده، چې ښایي په عملي کېدو سره یې د روغې جوړې بهیر ګړندی شي.

د هغو کسانو چې نومونه یې د ملګرو ملتونو د القاعده او طالبانو په تورلست کې شامل دي پرسفر یې بندیزلګول شوي او بانکي حسابونه یې هم بند شوي دي.

له دغه لست څخه د شاملوکسانو د نومونو ایستل د ملګروملتونود امنیت شورا د غړیو قاطع اکثریت ته اړتیا لري.

لویدیځو ډیپلوماتانو ویلي، چې له دغه لست څخه د افرادو د نومونو د ایستلو په وړاندې لوی خنډ روسیه ده چې مخکې یې هم ګواښ کړی و، چې د طالبانو د نومونو د ایستلو پریکړه به ویتو کړي.

روسیه وایي، طالبان د چیچنیا یاغانو ته روزنه ورکوي او روسیې ته د تریاکو په قاچاق کې لاس لري.

ښاغلي باریت چې امنیت شورا ته د طالبانو او القاعده د تورلست په هکله د سلاکار په صفت کارکوي، وایي، ډير هغه طالبان چې په دغه لست کې یې نومونه شامل دي، باید له دې لست څخه مخکې لیرې شوی وی، ځکه یو شمېر یې مړه شوي او یو شمېر نور یې هم همدا اوس د افغانستان له حکومت سره کارکوي.

په دغه لست کې شامل څلورنفره همدا اوس د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي دي او پنځم یې هم د دغې شورا د سکرتر په صفت کارکوي.

باریت وایي، دا ډيره عجیبه ده چې یو څوک دې د سولې د عالي شورا غړی وي او نوم دې هم په تورلست کې شامل وي د ده په وینا دا یو تناقض دی.

د طالبانو د رژیم پخوانی غړی ملا عبدالسلام ضعیف په دې باور دی چې له تورلسته د طالبانو نوم ایستل به سولې ته لار اواره کړي.

هغه له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، د هغو طالبانو د نومونو ایستل به چې مخکې یې له جګړو لاس اخیستی او اوس په کابل کې یا بهر اوسي چندان موثر نه وي خو که د هغو طالبانو نومونه چې اوس په جګړه کې ښکیل دي که له دې لست څخه وایستل شي دا به د سولې له بهیر سره ډيره مرسته وکړي.


که چېرې د څلویښتو نورو طالبانو نومونه د امنیت شورا له تورلست څخه وایستل شي، دا به په دغه لست کې د شاملو ټولو طالبانو نیمایي برخه وي، چې نومونه یې له دو کلونو راهیسې د افغانستان د حکومت د هڅو په ترڅ کې له دغه لست څخه ایستل کیږي.

تیرکال د اوو طالبانو نومونه له دغه لست څخه چې شمیر یې هغه مهال ۱۴۲ تنو ته رسیده، وایستل شول خو د دریونورو نومونه په کې ور زیات شول.

د ملګروملتونو د القاعده او طالبانود بندیزونو په دغه لست کې له پنځوسو څخه د زیاتو کسانو نومونه شامل دي چې زیاتره یې په القاعده پوري مربوط دي.

د ملګرو ملتونو د طالبانو او القاعده د بندیزونو د څارونکې کمیټې هماهنګ کونکی ریچارد باریت وایي، په تیرو وختونو کې یوه ستونزه داوه چې د هغه چا په اړه چې له تورلست څخه به یې د نوم د لیري کیدو وړاندیز کیده، باید امنیت شوراته کافي اسناد وړاندې شوی وای خو کله داسې هم شوي چې له کافي اسنادو سره سره د وړاندیز شوي کس نوم ترامنیت شورا پورې ندی رسیدلی. خو دی وایي چې سږ کال یې د اسنادو ښه تیاری نیولی دی.

هغه وویل، دا یواځې د یوې فورمې خبره نده چې ډکه شي بلکه په هغه لست کې چې امنیت شورا ته وړاندي کیږي، افراد غوره کیږي او هدف دادی چې د امنیت شورا تورلست د ګواښونو یو اغیزمن لست وي.

د ملګرو ملتونو له تورلست څخه د طالبانو د نومونو ایستل د سولې د خبرو لپاره د نورو مسایلو ترڅنګ د طالبانود مشرانو اصلي غوښته ده. دوی دغه راز غواړي چې بندي طالبان خوشي شي او بهرني ځواکونه هم له افغانستانه ووځي.
XS
SM
MD
LG