د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

پيښور:بمي چاودنې ګڼ ملکيان ووژل


ارشیف
ارشیف
پيښورته څيرمه یوې بمي چاودنې ګڼ شمېرملکي خلکو ته مرګ ژوبله واړوله.

دا چاودنه د یکشبې په ورځ تر غرمې وړاندې د پېښور ښار او ادم خېلو درې ترمنځ په متنو نومې نیمه قبائلي سیمه کې شوې.

د پيښور پولیسو يوه افسر کالام خان چې د پېښې په ځای کې یې خبريالانو ته مالومات ورکول وویل، چې د متنو بازار د موټرو په تم ځای یا اډه کې په هغه ډاټسن ډوله موټر کې چې د کالاخیلو نومي کلي پر لور روان و ناڅاپه درنه چاودنه وشوه چې په ترڅ کې یې په کې سپاره ټول کسان ټپيان یا ووژل شول.

نوموړي په دې چاودنه کې د درېيو کسانو د وژل کیدو او اوو تنو نورو د ټپي کیدو خبر تائید کړ، خو ازادې سرچینې بیا اصلي شمېر تر دې زیات ښيي :

(د چاودنې پر مهال په اډه که د خلکو ګڼه ګوڼه کمه وه، ویل کیږي چې یواځې په همدې موټر کې چې د روانیدو په حال کې و خلک سپاره ول، زما د مالوماتو له مخې د موټر ټولې سپرلۍ ته مرګ ژوبله اوښتې.

وروستي مالومات دادي، چې درې تنه په کې وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.

د عیني شاهدانو او د پولیسو د لومړنیو تحقیقاتو له مخې مړه و ټپيان ټول ولسي خلک ښودل شوي.)

د پيښور د جرنیلي روغتون سرچینوبیا د تلفاتو شمېر یوولس تنه ښودلی، د یادې سرچینې د مالوماتو له مخې تر چاودنې وروسته دې روغتون ته د څلورو تنو مړي راوړل شوي چې یو ماشوم او یوه میرمن هم په کې دي.

سرچینه زیاتوي، چې اووه تنه په ټپي حالت کې راوړل شوي، چې د یوې میرمنې روغتیايي حالت په کې د اندېښنې وړ ښودل شوی.

بل خوا دولتي تلويزوین بیا د پينځو تنو د وژل کېدو او لسو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی خو پولیس دغه شمېرې نه مني او وايي چې یواځې د لسو تنو د مرګ ژوبلې راپور لري.

متنو یا متني د پيښور جنوب لویديځ لورته پرته نیمه قبائلي سیمه ده چې له ادم خیلو درې او د خیبر ایجنسۍ له باړې سره ګډې پولې لري.

له دې وړاندې هم په دې سیمه کې ورته پېښې شوي چې تر ټولو خونړۍ هغه یې د روان کال د مارچ میاشتې پر نهمه د اديزو امن لښکر دیوه مشر دمیرمنې په جنازه کې ځانمرګی برید و، چې تر اتیاوو ډیرو ولسي خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

تر اوسه لا چا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی، خو دولتي مقاماتو دا چاودنه په سیمه کې د تروریستي بریدونو لړۍ بللې.

مجیب الرحمان انګار،پيښور
XS
SM
MD
LG