په داسې حال کې چې په سوریه کې د حکومت ضد اعتراضونه لاهم دوام لري فعالان وايي چې دولتي ځواکونو پرون پنځلس تنه اعتراض کوونکي ووژل.
د سیمه يیزې هماهنګۍ د کمېټې په نوم د فعالانو شبکه چې په سوریه کې د اعتراضونو د تنظیم او ثبتولو په چارو کې مرسته کوي، وايي، پرونۍ وژنې په مرکزي رستان ښار کې وشوې.
د بشري حقونو ډلې وايي، د مارچ میاشتې په نیمايي کې په سوریه کې د اعتراضونو له پیل وروسته د لږترلږه پنځه ویشتو ماشومانو په ګډون له زرو زیات کسان وژل شوي دي.
له بلې خوا د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هلیري کلېنټن پرون وویل، د ولسمشر بشارالاسد په مشروعیت کې هېڅ هم نه دي پاتې:
(ولسمشر اسد د خپلو خلکو پرضد تشدد نه شي بندولای او د اصلاحاتو د پیل په چاره کې اغېزناک ګامونه نه شي اخیستلای نو باید له مخې لیرې شي.
هره ورځ چې دی په قدرت کې پاتې کېږي او تشدد دوام کوي، دا اساساً هغه انتخاب دی چې دی خپله یې په ناپوهۍ کې کوي.)
مېرمن کلېنټن په یوه پیغام کې چې خطاب یې ظاهراً روسیې، چین او عرب هېوادونو ته و، وویل، نړۍ باید په سوریه کې د خلکو د ځپلو د غندنې په برخه کې نور یووالی څرګند کړي.
له دې مخکې د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف چې پرون یې په مسکو کې خبرې کولې، د سوریې د حکومت مخالفینو ته خبرداری ورکړ چې خپل هېواد دې نه بې ثباته کوي. لاوروف همداراز لویدیځ ته په خطاب کې وویل چې یوازې د رژیم د بدلولو لپاره دې پارونې نه کوي.