د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

مايک مولين: د اسامه تر وژنې وروسته پاکستان ځان ته پام اړولى


ښاغلى مولين له پاکستاني مقاماتو سره د خبرو پر مهال
ښاغلى مولين له پاکستاني مقاماتو سره د خبرو پر مهال
د امریکا د وسله والو قواوو لوی درستیز ادمېرال مایک مولين وايي، پاکستان باید له امریکا سره خپلې زیانمنې شوې اړیکې له سره تنظیم کړي او زیاتوي، اسلام آباد ژمنه کړې چې له امریکا سره به ګډ کار ته دوام ورکوي خو د مولين په وینا د دې اړیکو له سره جوړول وخت ته اړتیا لري. د امریکا او پاکستان اړیکي د امریکا د خاصو ځواکونو له خوا د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته سخت ترینګلي شول.

مولين وویل، د بن لادن له وژل کېدو څخه په راوروسته یوه میاشت کې د پاکستان پام خپل ځان ته اوښتی دی. ده زیاته کړه چې پاکستان ته باید نور وخت او موقع ورکړل شي څو دا کار وکړي. مولين چې په واشنګټن کې یې خبریالانو ته څرګندونې کولې زیاته کړه، چې دا حالت د ده په نظر طبیعي دی او منطق لري.

ښاغلي مولين خبرداری ورکړ چې تر ټولو بد حالت به هغه حالت وي چې امریکا له پاکستانه لاس واخلي، ویې ویل، که امریکا له پاکستانه ځان لیرې کړي، لس یا شل کاله وروسته به بیا مراجعه ورته کوي او د مولين په وینا دا کار به بیا ډېر ستونزمن او ډېر خطرناک وي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د کانګرس څو غړو له پاکستان سره د امریکا د میلیاردونو ډالرو مرستو د دوام په اړه شک څرګند کړ او پر دې هېواد یې تور ولګاوه چې دوه اړخیزه لوبه کوي، له یوې خوا له امریکا مالي مرستې اخلي او له بلې خوا یې افراطي ډلو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی. ښاغلي مولين وویل، موږ په داسې نړۍ کې ژوند کوو چې د پاکستان په څېر له یوه هېواد سره بې تماسه اوسېدل امکان نلري.

ښاغلي مولين اعتراف وکړ چې د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د هغو امریکايي ځواکونو په شمېر کې د پام وړ کموالي امر کړی چې پاکستاني پوځیان روزي. په داسې حال کې چې یوشمېر امریکايي پوځیان لاهم په پاکستان کې دېره دي، مولين وویل، پاکستاني پوځیان باید له امریکا سره د اړیکو په اړه لومړی په خپلو کې بحث وکړي او زیاته یې کړه، مخکې له دې چې موږ هغه ټکي ته ورسېږو چې باید پاکستاني پوځيانو ته هرراز او د پام وړ روزنه ورکړو، دوی باید دا بحثونه پای ته ورسوي.

د امریکا د پوځ مشر همداراز وویل چې په افغانستان کې د بریالیتوب لپاره په کار ده چې په شمالي وزیرستان کې د افراطي ډلو پرضد عملیات وشي خو ده دا یادونه هم وکړه چې د پاکستان حکومت کومه مشخصه ژمنه نه ده کړې چې په نژدې راتلونکي کې به په دې سیمه کې چې ویل کېږي د حقاني شبکې مرکزونه پکې دي، پوځي عملیات وکړي.

د افغانستان پر جګړې د بن لادن د وژل کېدو د اغېزو په اړه ادمېرال مایک مولين وویل، په دې اړه نظر څرګندول لا له وخته مخکې دي.
XS
SM
MD
LG