د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

احدي:زموږ او د پاکستان ترانزیتي فعالیتونه به په نوې بڼه پیل شي


د افغانستان د سوداګرۍ وزیر انوارالحق احدي
د افغانستان د سوداګرۍ وزیر انوارالحق احدي
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د وزارتونو چارواکو د دوي ترمنځ د دوه ورځنيو بحثونو وروسته اعلان کړه، چې د دواړو هېوادونو د ترانزیت په برخه کې چې تر اوسه کومې ستونزې پرتې وې هغه له منځه یوړل شوې.

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر انوارالحق احدي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان د سوداګرۍ د وزارت له پلاوي سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به ترانزیتي فعالیتونه د جوزا د میاشتې له نیمایي څخه په نوي بڼه پیل شي:

(له دې وروسته زموږ بار وړونکي نقلیه وسایط،کراچی، لاهور، ګوادر، واګې او داسې نورو بندرونو ته تللای شي.

لارې یي هم معلومې شوې دي، که اوس د هندوستان مالونه کراچی ته را ورسیږي زموږ ترانسپورت یي راوړلای شي، پخوا دا اسانیتاوې نه وې همدارنګه د پاکستان ترانسپور ت هم کولای شي د افغانستان ټولو بندرونو ته مالونه ورسوي، د هوکړلیک مواد د جون په دولسمه د اجرا وړ دي.)

د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه ترانزیتي موافقتنامه تیر کال هم لاسلیک شوې وه، خو لازمه اجرا ات پرې نه وشوي او افغان سوداګرو او ترانسپورتي کار کوونکو شکایت درلود چې دوي ته په پاکستان کې لازمې اسانیتاوې نه برابرییږي.

له دې وروسته زموږ بار وړونکي نقلیه وسایط،کراچی، لاهور، ګوادر، واګې او داسې نورو بندرونو ته تللای شي

د سوداګرۍ وزير

د پاکستان د سوداګرۍ د وزارت مرستیال ظفرمحمود چې د هغه هېواد د سوداګرۍ او ترانسپورت د یوه پلاوي په مشری کابل ته راغلي د دواړو هېوادو ترمنځ یي ترانزیتي لاره له اهمیته ډکه وبلله او هیله یي وښوده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترانزیت او سوداګر له هیڅ ډول ستونزې سره مخ نه شي:

(دا یو ښه پیل دی، دا پیل داسې یو ارتباط دی چې قوي ژمني له ځانه سره لري، افغانستان داسې یو هېواد دی چې پاکستان له منځني اسیا سره نښلوي دا توافقنامه د سیمي د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ټینګښت یو نوی باب پرانیزي، د دې مقصد لپاره نوې توافقنامه ډیره مهمه ده.)

په توافقنامه کې دا هم راغلي چې دواړه لوري به د ترانسپورت له تکسونو څخه یو د پیسو یو کمکی صندوق هم جوړوي چې د زیان او ستونزو په وخت کې به ترې کار واخیستل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وایي په نوي توافقنامه کې د افغانستان د سوداګرو او ترانسپورت رضایت شامل دی .

پخوا تر دې د افغانستان بارو وړونکي وسایط یوازې تر پېښور پورې تللی شول، سربیره پر دې د کراچی په بندر کې به د افغانستان په زرګونو ډک کانټینرونه ایسار پاتې کیدل چې افغان سوداګرو ته به یي لوی مالي زیانونه اړول .
XS
SM
MD
LG