د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

خلک د افغان ځواکونو په لیکو کې د مخالفینو پر نفوذ اندېښمن دي


د افغان ځواکونو په یونیفورم کې د وسله والو مخالفانو وروستیو پرله پسې حملو نه یوازې دا چې افغان ځواکونو ته درانه تلفات ور واړول بلکې د دوي په لیکو کې یې د وسله والو مخالفانو د نفوذ اندیښنې هم زیاتې کړې.

د ملي شورا غړي هم له دې امله سخت اندیښمن دي او د دې شورا د دواړو جرګو په غونډو کې په دې اړه وکیلانو څو ځلې بحثونه او د لازمو اقداماتو غوښتنې کړي.

د ولسې جرګې لومړی منشي عبدالقادر قلاتوال هم دا موضوع ډیره جدي بولي او وایي چې وسله وال مخالفان هڅه کوي چې د افغان ځواکونو په لیکو کې خپل ډیر کسان ځای پرځای او خطرناکې حملې ترسره کړي:

(د خپلو تکتیکونو په بدلون سره مخالفینو غوښتي دي چې د افغان ځواکونو په لیکو کې خپلې حملې ترسره کړي.)

وسله والو مخالفانو په وروستیو دریو میاشتو کې د بدر په نوم د خپلو عملیاتو په ترڅ کې تر ډیره مهم امنیتي او نور دولتي چارواکي په نښته کړل او پر دوې یې ډيرې حملې د افغان ځواکونو په یونیفورم کې ترسره کړې.

په دې حملو کې چې په دفاع وزارت، په کابل ښار کې په څلور سوه بستریزه پوځي روغتون، د کندز او کندهار د امنیې پر پخوانیو قومندانانو، په هرات کې د ولایتي بیارغونې پر ټیم او دغه راز د تخار ولایت په مرکز تالقان کې د روانۍ اونۍ په سر کې وشوې مهم امنیتي چارواکي ووژل شول.

افغان حکومتي چارواکي هم د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د وسله والو مخالفانو نفوذ مني، د ولسمشر کرزي ویاند وحید عمر وایي، چې دې مسالې دوي هم اندیښمن کړي او د مخنیوي لپاره یې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا جدي تدابیر نیول شوي دي:

"دښمن په یوه ډول سره د امنیتي ځواکونو په منځ کې له یونیفورم څخه په ګټې اخیستنې لاره پیدا کړې چې دا یوه ډیره جدي موضوع ده.

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او د ملي امنیت ریاست د داسې پلانونو په عملي کولو بوخت دي د افغانستان د وسله وال پوځ په لیکو کې د وسله والو مخالفانو د نفوذ مخه ونیول شي.

دښمن له هرې لارې څخه په ګټې اخیستنې د افغانستان خلکو ته زیان رسول غواړي او دوي دا هڅې کوي".

عام خلک هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو مخالفانو له خوا د افغان ځواکونو په یونیفورم کې په ترسره شوو حملو اندیښمن شوي.

د کابل یو تن اوسیدونکی فرهاد غوښتنه کوي، چې د امنیتي ځواکونو لیکو ته د جلب او جذب پر مهال باید شرایط سخت او پاملرنه زیاته شي:

"د دفاع پر وزارت، د سردارمحمد داوود پر پوځي روغتون او ځینو نورو سیمو باندې وروستیو حملو وښوده چې طالبان د امنیتي ځواکونو لیکو ته ور ننوتي.

له دې څخه دا هم څرګندیږي، چې په امنیتي ځواکونو کې ډيره کمزوري موجوده.

دولت باید دې مسالې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د مخنيوي لپاره یې لازم اقدامات وکړي".

وسله والو طالبانو په تیرو کلونو کې هم د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې ځینې حملې ترسره کړي خو په دې وروستیو کې دا ډول حملې د افغان ځواکونو له تدابیرو سره سره ترډیره د پوځي تاسیساتو په دننه کې ترسره شوي دي.

سره له دې چې په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې په دکانونو کې د پوځي یونیفورم پر خرڅلاو بندیز لګول شوی خو بیا هم په څو وروستیو پېښو کې وسله وال مخالفان وتوانیدل چې خپلې حملې د پوځي یونیفورم څخه په ګټې اخیستنې ترسره کړي.

پوځي او امنیتي کارپوهان وایي چې امنیتي ځواکونه باید خپلې لیکې له وسله والو مخالفانو څخه هرو مرو پاکې کړي ترڅو له یوې خوا د خلکو باور پر دوي کم نه شي او له بله پلوه وسله وال طالبان ونشي کولای پردوي په اسانۍ سره حملې ترسره کړي.
XS
SM
MD
LG