د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۴۱

د ايران يوه مخالفه د خپل پلار د جنازې پر مهال مړه شوه


مېرمن هاله صحابي
د ایران د حکومت د یوې مخالفی ډله فعاله د خپل پلار د جنازی تر مراسمو وروسته مړه شوه . هغه د امنيتی مامورینو له خوا په دې مراسمو کې وهل شوي وه . د هغې پلار هم د ایران د حکومت د مخالفانو یو فعال کس و.

عزت الله صحابي د پارلمان یو پخوانی غړی وو چې په نولس سوه اتیایمي لسیزي کې د روحانی حاکم نظام له خوا مخالفت ته مجبور کړاي شو او د یو اتیا کالو په عمر یې د معزي سکتي له امله د تهران په یوه روغتون کې ساه ورکړه .

د هغه لور څلور پنځوس کلنې هاله چې صحابي خپله هم د مخالفو فعالانو څخه ده او د ښځو د حقونو لپاره کمپاین کاوه په دوه زره نهم میلادي کال کې په حکومت ضد اعتراضونو کې د برخې اخیستو له امله زنداني شوه.

هغې ته اجازه ورکړاي شوې وه چې د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې چې نن په تهران کې تر سره شو برخه واخلي .

د ایران د مخالفینو ویبپاڼې وايي هغه په داسی حال کې چې د امنیتي ځواکونو له خوا وهل شوي، د زړه د حملې له امله په ځمکه ولویده . یو عینی شاهد ازادي راډیو ته وویل هغه لیدلی چې میرمن صاحبي سره د امنتي مامورینو له خوا سخت چلند شوی:

((مېرمن صحابي د خپل پلار عکس په لاس کې نیولی وو . بیا نو انتظامی مامورین راغلل او په وهلو ټکولو یې عکس ترې واخیست او هماغلته یې خپل هوش له لاسه ورکړ او بیا هغه روغتون ته ورسول شوه))

د تهران یو امنیتي مامور علی رضا جاني وايي د میرمن صحابي سره داسې یو چلند نه دی شوی او هغې چې د زړه کومه ناروغي درلوده د جنازی په مراسمو کې روحې فشار او ګرمه هوا یې د مرګ سبب شوې ده .
XS
SM
MD
LG