د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

مشعل: د دولتي چارواکو وژنه د وسله والو دبدر عملیاتو اصلي هدف دی


د افغانستان د ملي امنیت ویاند لطف الله مشعل
د افغانستان د ملي امنیت ویاند لطف الله مشعل
په داسې حال کې چې په تیرو نږدې دریو میاشتو کې په افغانستان کې یوشمېر مهم امنیتي اونور دولتي چارواکي ووژل شول د ملي امنیت اداره وایي، چې وسله والو مخالفانو خپل تاکتیک بدل کړی او هڅه کوي، چې لوړ رتبه چارواکي او مهم اشخاص په نښه کړي.

د دې ادارې ویاند لطف الله مشعل د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته څرګنده کړه، چې وسله والو مخالفانو په دې وروستیو کې پرهغو سیمو هم حملې زیاتې کړي، چې ټاکل شوې ده په راتلونکې میاشت کې یې امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونوته وسپارل شي.

ښاغلي مشعل د جنرال داوود، جنرال نوري، انجنیرعمر، جنرال خان محمد مجاهد او جنرال سید خیلي وژنې ته په اشارې وویل، چې د وسله والوطالبانو له خوا د بدرپه نوم د پیل شوو عملیاتو اصلي هدف مهم دولتي چارواکي دي.

خو ده په ډاګه کړه چې د ملي شورا په یوشمیرغړو او د ولسمشر پرلومړي مرستیال حملې د امنیتي ځواکونو له خوا شنډ کړای شوي دي:

"د مارشال محمد قسیم فهیم په کور د حملې پلان و، چې له نیکه مرغه کشف اوشنډه شوه، له هغې وروسته پرجهادي مشر او د ولسې جرګې پرغړي استاد سیاف هم د حملې پلان و، چې په کور، لاره او یا دفتر کې پرې ترسره شي خو مخه یې ونیول شوه.

دغه راز وروستۍ حمله چې مخه یې ونیول شوه د مشرانوجرګې د رییس فضل هادي مسلمیار په کاري دفتر او میلمستون پلان شوې وه."

لطف الله مشعل وویل، چې د تخار د وروستۍ پیښې د څرنګوالي په اړه پراخې څیړنې روانې دي او لومړنیو پایلو یې ښودلې چې دا ځان وژونکې حمله نه بلکې چاودنه وه.

د ملي امنیت د ویاند په خبره د کندز پرپخواني والي انجنیرعمر، د دې ولایت د امنیې پرپخواني قومندان جنرال سید خیلي، د دفاع پروزارت او په کندز کې د ملي اردو د جلب اوجذب په مرکز د شوو حملو؛ طراحان نیول شوي او دوی ټولو په خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

په عین حال کې لطف الله مشعل وویل، چې ځوانانو ترډیره له القاعده شبکه او نورو تروریستي ډلوسره خپلې اړیکې پرې کړي او دا ډلې د خپلو حملو د ترسره کولو لپاره دا مهال د ماشومانو هڅولو ته مخه کړې:

"طالبان او تروریستان ماشومانو ته مخه کوي ځکه هغوی نا پوهه دي،تیزاحساسات لري او ډیر ژر تر رواني اغیزې لاندې راځي.

دامهال سلګونه ماشومان د پاکستان په مدرسوکې دیته چمتو شوي چې په افغانستان کې ځان وژونکې حملې ترسره کړي.

مونږ لسګونه دا ډول ماشومان نیولي او تاسو ته مو ښودلې هم دي او اوس هم په هره میاشت کې یو یا دوه تنه نیول کیږي دا یو واقعیت دی".

خوطالبانو له مخکې نه دا رد کړې چې ګوندې په خپلو حملو کې له ماشومانو څخه ګټه اخلي او ویلي وو چې د دوی په اساسنامه کې ماشومانوته اجازه نشته چې د دوی په لیکوکې فعالیت وکړي.

د ملی امنیت د ریاست ویاند وویل د تروریستي حملو هغه طراحان چې په دې وروستیو کې د دوی لخوا نیول شوي ټولو دا منلې چې په پاکستان کې د سراج الدین حقاني اوپه نوموړي هیواد کې د نورو تروریستي ډلوسره تړاو لري اوهلته روزل شویدي.

د ملي امنیت د ادارې ویاند د وسله والو مخالفانو لخوا په داسې حال کې پر دولتي چارواکو اومهمواشخاصو د حملو د زیاتوالي خبره کوي چې د ولسې جرګې غړي محمد یونس قانوني هم د تخار له پیښې نه وروسته ویلي وو چې ښایی دا ځل وسله وال مخالفان دی،مارشال فهیم اویا هم ډاکټرعبدالله په نښته کړي.
XS
SM
MD
LG