د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

جرمني د ايران سفير احضار کړ


د جرمني د بهرنيو چارو وزير
د جرمني د بهرنيو چارو وزير
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګيودو ویسترویلې، وايي هیواد یې تر هغه وروسته د ایران سفیر احضار کړ چې تهران د لنډ وخت لپاره د صدارعظمې انګیلا میرکل الوتکه وځنډوله .

د جرمني صدراعظمه چې هند ته په سفر روانه وه وروسته تر دې چې ایران ورته د خپلې فضا له لاری د تلو حق ورنه کړ، الوتکه دې ته مجبوره شوه چې دوه ساعته د ترکیې پر فضا تاوه شي .

د میرکل ویاند ستیفن زایبرت وویل موږ دمخه تر دې هیڅکله له داسی یوې پیښې سره نه وو مخامخ شوي او زیاته یې کړه چې دا ډول کار معمول نه دی.

د رویترز خبرې اژانس خبریال چې له میرمن میرکل سره په الوتکه کې و وايي په داسی حال کې چې لا دمخه د ایران په لاره د الوتکې تلو ته رسمي اجازه ورکړای شوی وه ایران دا الوتکه له خپلې فضا څخه وویسته .


وروسته تر هغې چې د ترکیې او جرمني مقاماتو په ګډون په دې اړه خبرې وشوی نو بیا الوتکې ته اجازه ورکړاي شوه چې د نوي ډیلی پر لوري د ایران له لارې الوتکه خپل سفر ته ادامه ورکړي .
XS
SM
MD
LG