د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

د کابل محصلین:کرزې د د زنځیريي وژنو عاملین ونیسي


د کابل د پوهنتون محصلین
د کابل د پوهنتون محصلین
د کابل پوهنتون یو شمېر محصلینو د شمال د امنیتي چارواکو د وژنکو د نیولو غوښتنه په داسې حال کې کوله، چې د امنیتي ادارو په لومړنیو تحقیقاتو کې د دې چاودنې علت ځان وژونکې حمله نه بلکه یو ریموټ کنټرول بم وبلل شو.

د ملي امنیت ادارې ویلي، چې د پېښې په اړه د دوي لومړنیو تحقیقاتو دا ثابته کړې، چې دا چاودنه په ودانۍ کې دننه د ځای پر ځای شوېو چاودیدونکو موادو له کبله شوې.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون یو شمېر محصلینو بیا له افغان حکومت نه وغوښتل، چې په هېواد کې د امنیتي چارواکو د زنځیره یي وژنو مخه ونیسي، یو مظاهره کوونکې، چې ځان شیوای شرق بولي د خپل اعتراض په اړه وویل:

(زموږ غوښتنه عدالت دې، د وینې غچ دې، افغان ولسمشر دې د زنځیره یي وژنو عاملین ونیسي، که نه نو دا دده زوال دې او د افغانستان زوال دې.

دا کار ممکن د دې لامل شي، چې یو بل ملي مقاومت جوړ شي موږ دلته خیمه وهو او بیا به راتلونکې پریکړې په خیمه کې کوو.)

په تخار کې په وروستۍ چاودنه کې د شمال دوه امنیتي چارواکي جنرال داؤد او د تخار د امنیتي قومندان له دوو جرمني سرتیرو سره یو ځای ووژل شول او د تخار د والي په ګډون یو شمېر نور ټپیان شول.

په ورته وخت کې د ملي امنیت چارواکو، چې د پېښې په اړه د خپلو لومړنیو څیړنو پایلې اعلان کړي وایي، چې د دې پېښې د عاملینو د موندلو لپاره یي هڅې روانې دي.

په راټولو شوېو محصلینو کې د بېلابېلو نظریو خاوندان شامل وو، که ځینو یي د داسې پېښو په وړاندې له احساساتو ډکې خبرې کولې او د سولې د عالي شورا د له منځه وړلو غوښتنه یي کوله، ځینو یي بیا سوله د ستونزې د حل لاره بلله.

د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي محصل رحمت الله بیا په وسله والو غږ کوي، چې له دا ډول حملو لاس په سر او د سولې له بهیر سره یو ځای شي:

(طالبان دې نور نه دوکه کیږي او هیله ده چې راشي او د افغانستان په بیارغونه کې دې مرسته وکړي.)

تر دې یوه ورځ مخکې د بلخ ولایت د پوهنتون محصلینو هم د خپلو امنیتي چارواکو په ویر کې د پوهنتون دروازه تړلې وه.

که څه هم دې تر دې مخکې څو څو وارې د بېلابېلو ولایتونو جګ پوړي امنیتي چارواکي په نښه شوي، خو د هغوې لپاره چا د اعتراض غږ نه دې پورته کړې.

په هر حال افغان ولسمشر او نورو مشرانو له خلکو غوښتي، چې له صبر او حوصلې دې کار واخلي او په داسې حالاتو کې دې یو موټي پاتې شي.
XS
SM
MD
LG