د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

کرزی ترکمنستان ته ځي


حکومتي سرچیني وایي، چې ولسمشر کرزی به په دې سفر کې د خپل ترکمنستانې سیال او نورو بېلابېلو چارواکو سره په پنځو بېلابېلو برخو کې اعلامیي لاسلیک کړي.

افغان ولسمشر به په دې څلور ورځنې سفر کې له ترکمنستانې سیال سره په دوه اړخیزو، سیمه اییزو او نړېوالو همکارېو سربیره، یو شمېر اقتصادي تړونونه لکه د بریښنا د اخیستلو او پیردلو، سوداګریز، فرهنګې او د ګاز د نل لیکې د کار په ګړندې کولو هم خبرې وکړي.

د افغانستان د حکومت د رسنیو د مرکز عمومي مرستیال صفت الله صحاف صافی ترکمنستان ته د ولسمشر کرزي د سفر په اړه وایي:

(ددې سفر په لړ کې به ولسمشر کرزی له ترکمني چارواکو سره د همکاریو سندونه هم لاسلیک کړي، چې د سیمه ایزو ستونزو په اړه به هم یوه ګډه اعلامیه صادریږي.

د تروریزم په پرخه کې به هم خبرې کیږي)

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي کارپوهان هم په اوسنۍ شرایطو کې د ولسمشر کرزي سفر ترکمنستان ته مهم بولي او وایي چې افغانستان باید په سیمه کې د ګاونډېو هېوادونو سره ښې اړیکې وپالې.

سیاسي کتونکې وحید مژده دې ټکې ته اشاره کوي، چې د افغانستان ګاونډیان کولای شي د افغانستان د وضیعت په ښه کولو کې ښه رول ولوبوې.

وحید مژده زیاتوې چې ترکمنستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له پاکستان وروسته د طالبانو سره ښې اړیکې درلودې او کولای شی چې اوس هم په دې بهیر کې جوړونکې رول ولوبوي.

(په داسې یوه کړکیچن حالت کې ګاونډیانو ته پکار ده چې افغانستان سره مرسته وکړي د طالبانو په وخت کې ترکمنستان له افغانستان سره ښې اړیکې درلودې.)

سیاسي کتونکې زیاتوي، دا چې افغانستان د امریکا سره د ستراتیژیک تړون د لاسلیکیدو په درشل کې دی نو افغانستان یو شمېر ګاونډیو هېوادونو ته ښایي دا ډاډ ورکوي چې دا تړون په سیمه کې د کوم هېواد په ضرر نه دی.

وحید مژده هم وایي، چې افغانستان باید په دې برخه کې د ګاونډېو هېوادونو اندیښنې له منځه یوسې تر څو وروسته له دې په افغانستان کې د ګاونډېو هېوادونو لاس وهنې کمې شی.

له بل لورې سیاسي کتونکې نصرالله ستانکزې هم ورته نظر لري او وایي دا چې اسامه بن لادن په پاکستان کې وژل شوې او ښایي د اسلام اباد او کابل ترمنځ د بې باورې فضا رامنځته شوې وې، نو افغانستان هڅه کوي چې له نورو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.

ښاغلی ستانکزی د افغانستان له لارې د ترکمنستان څخه پاکستان او هندوستان د ګاز د نل لیکې غزیدو ته اشاره کوي او وایي:

(په اقتصادي لحاظ افغانستان،ترکمنستان،پاکستان او هند په یوه ګډ پروژې کې سره ګډ شوي دي چې هغه د ګازو نل لیکه ده.)

ولسمشر کرزی په داسې حال کې ترکمنستان ته سفر کوي چې دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان د سولې د عالی شورا کمیسیون هم ترکمنستان ته سفر کړی وو او د سولې د بهیر په اړه یي له ترکمنستاني چارواکو سره خبرې کړی وی.

ولسمشر کرزي سره به په دې سفر کې د سوداګرۍ، کانونو، د بریښنا او فوایدې عامې وزیران هم ملتیا کوي.

حکومتي سرچیني زیاتوي، چې ولسمشر کرزی به د دغه سفر په څلورمه ورځ د ترکمنستان د ولسمشر په بلنه په نوموړې هېواد کې له نوې جوړ شوې توریستی سیمي څخه هم لیده وکړي.

رپورټ: مخفي عزیزي،کابل
XS
SM
MD
LG