د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

د ايران له اټومي پروګرامه د رازونو پرده پورته شوه


د بوشهر اټومي بټۍ
د بوشهر اټومي بټۍ
د اټومي انرژۍ د څار نړیوالې ادارې د لومړي ځل لپاره ويلي داسې شواهد ورسره دي چې تهران پر یوې ډېرې پرمختللې اټومي ټکنالوژۍ باندې کار کوي چې د کارپوهانو په وینا د یوه هدف لپاره یعنى د اټومي وسلو د چاودلو لپاره ترې کار اخيستل کېږي .

د امريکايي نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په خپل نوي راپور کې چې نهه مخه لري د ایران د اټومي پرمختګونو په اړه معلومات خپاره کړي دي .

دې ادارې نه دي ویلي چې دا شواهد یې له کومه کړي او په اړه یې ډېر جزئیات هم نه دې وړاندي کړي.

د نیویارک ټايمز د راپور له مخې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې نوي معلومات ښیې چې ایران د کمپیوتري ویروس، ستکس نیټ څخه هم د خلاصېدو پر لوري روان دى.

دا ویروس دوه کاله مخکې د لومړې ځل لپاره د ایران د اټومي سونګ موادو د ځپلو لپاره د دې هېواد د کمپيوټي سیسټم ځینو برخو ته لاره موندلې وه .

نیویارک ټايمز د روان میلادي کال په لومړیو کې راپور ورکړى و چې متحده ایالات ، اسراییل او یو شمېر نور اروپايي هېوادونو د دې ویروس په خپرولو کې برخه درلوده .

د اسراییل صدراعظم ، بینامین نتنیاهو ، پرون د کانګرس په یوې ګډې غونډې کې له متحدو ایالاتو وغوښتل چې د ایران د اټومي مرکزونو پر ضد د اټومي اقدام لپاره د ګواښونو مسئله له پامه ونه غورځوي .

نتنیاهو زیاته کړه چې پر عراق د امریکا تر حملې وروسته ایران د احتمالی پوځي اقدام له وېرې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په موقته توګه د لومړي ځل لپاره خپل اټومي پروګرام وځنډاوه .

د نیویارک ټايمز د مقالې په حواله د امریکا او اسراییل د مقاماتو د اټکل له مخې ایران د اټومي بم له جوړولو لږ تر لږه یو او یا هم څو کلونه ليرې دی.

ایران وايي چې اټومي پروګرام یې یواځې د برېښنا د ترلاسه کولو لپاره دی، خو ډېر لویدیځ هېوادونه په دې اند دي چې ایران په پټه د اټمي وسلو د جوړولو تابیا کوي.
XS
SM
MD
LG