د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

د پاکستان د اټومي وسلو په باب اندېښنې زياتې شوي


Pakistan - Satellite image by the Federation of American Scientists (FAS) shows Pakistan's Khushab plutonium production reactor, undated
Pakistan - Satellite image by the Federation of American Scientists (FAS) shows Pakistan's Khushab plutonium production reactor, undated
پاکستان چې د خپل موجودیت راهیسې له ګاونډي هېواد هند سره په پوځي سیالیو کې ښکیل دی او د کشمېر په سر یې تر اوسه درې ځلې جګړې کړي، هستوي وسلې هم لري.

د اسامه بن لادن له وژنې او دغه راز د کراچۍ پر هوایي اډې د وسله والو له حملې وروسته، د پاکستان د هستوي پروګرام په اړه د لوېدیځ او د سېمې د هېوادونو اندېښنې زیاتې شوي چې د دې هېواد هستوي وسلې القاعده شبکې ته په لاس ورنه شي.

د امریکا چاپ فارین پالیسي خپرونې پدي اړه یوه اوږده تحلیلي مقاله لیکلې چی مهمې برخې به یي له جان آقا الکوزي نه واورو:

پاکستان په تېرو شپیتو کلونو کې له خپل ځان سره په جنګ دی او د پاکستان د تعریف په اړه خلک په خپلو کې وېشل شوي دي. د پاکستان د ستونزمن تاریخ په اوږدو کې پر نوور پېښو سربېره، د پنجاب د منځلاري والي سلمان تاثير قتل او په یوه مهم پوځي ښار ګوټي کې د اسامه بن لادن وژنې د دې هېواد د تعریف او هویت پر سر شخړې روښانه او حل کړې.

د مي په ۲۲ مه د کراچۍ د مهران پر سمندري ځواک هوایي اډې باندې د وسله والو حملې دا حقیقت په ډاګه کړ چې پاکستان له دې وروسته د وسله والو د سیالیو ځاى نه بلکې د دوى خپل چمن او باغ دی. رسمي واک ممکن تر اوسه د وسله والو په لاس کې نه وي خو له کومو چارواکو سره چې دوى سرونه ښوروي، هغوى د پاکستان د بنسټپالنې خیال نه ساتي.

نړۍ باید په دې پوه شي او ومني چې د پاکستان پوځ بېخي شوړېدلی، پوځيان په خپلو کې داسې وېشل شوي چې نه یوازې له پاکستان څخه د دفاع توان نه لري بلکې تر ټولو خطرناکه یې دا ده چې خپلې هستوي وسلې هم نه شي امن کولاي.

فارين پاليسي

د فکرونو او زړونو خپلولو جګړه ختمه شوې، د منځلاري یا معتدل پاکستان مفکوره، که چېرې موجوده هم وه، مړه شوې ده.

وسله وال وایي، د کراچۍ پر هوایي اډې باندې حمله یې د اسامه بن لادن د قتل په انتقام کې کړې ده او هغه هم درې اوونۍ وروسته. دا حمله په داسې وخت کې وشوه چې امریکایي پوځيان په دغه اډه کې وو. دا هم د منلو وړ نه ده چې وسله والو دې دا حمله د پاکستان د حکومت په داخل کې له تړاو پرته کړې وي.

فارین پالیسي لیکي، تل ویل کېږي چې د پاکستان د وسله والو ځواکونو په سلو کې دېرش کسان له هغو هدفونو سره هم نظره دي چې پر ضد یې جنګېږي.

نړۍ باید په دې پوه شي او ومني چې د پاکستان پوځ بېخي شوړېدلی، پوځيان په خپلو کې داسې وېشل شوي چې نه یوازې له پاکستان څخه د دفاع توان نه لري بلکې تر ټولو خطرناکه یې دا ده چې خپلې هستوي وسلې هم نه شي امن کولاي.

فارین پالیسي لیکي:

هستوي وسلو پاکستان ته د امنیت پر ځاى یو ډول ویاړ او حیثیت ورکړی دى. پاکستان په دوو دلیلونو اټومي پروګرام پر مخ وړي:

یو له هند سره د سیالیو په مقصد چې د کشمير پر سر یې لانجه ده او بله دا چې پاکستان د هستوي پروګرام پر سر له لوېدیځ څخه مرستې تر لاسه کوي.

د پاکستان مشران په دې باور دي چې امریکا د دې هېواد د هستوي پروګرام د ناکامۍ په اړه سخته بېره لري او د بقا لپاره به یې هر ډول قیمت او پیسې پاکستان ته ورکوي. د خپرونې په نظر، د پاکستان دا عمل یو جرم، د ثبات لپاره ګواښ او یو ډول رشوت اخیستنه ده.

واشنګټن په وار وار هڅه کړې اسلام آباد ته ډاډ ورکړي چې د دې هېواد د هستوي وسلو په لټه کې نه دی خو دا واقعي اندېښنه لري چې هستوي وسلې ممکن د افراطیانو لاس ته ورشي. په دې معنی چې د امریکا مداخله به پاکستان ته د زیان پر ځاى، له دې هېواد سره مرسته وي.

وال سټریټ ژورنال امریکایي ورځپاڼې یو وړانديز کړی و چې د امریکا لپاره به غوره دا وي چې د پاکستان هستوي پروګرام وپېري او دغه راز اسلام آباد ته د سوداګرۍ اوامنیت په برخو کې او حتی د هند په مقابل کې ډاډ او ضمانت ورکړي.

فارین پالیسی ليکي: که چیري پیسي او امتیازات د راولپنډۍ پر جنرالانو اغېز ونه کړي نو غوره به وي چې واشنګټن د پاکستان د ګوښه کولو په مقصد د ملګرو ملتونو له لارې پر مخ لاړ شي او د پاکستان پر جګپوړو مشرانو بندیزونه ولګوي.

پاکستان باید بالاخره په دې پوه شي، که چېرې یوه هستوي ګولۍ هم د غلطو کسانو لاسونو ته ورشي او یا هم د سمو خلکو له خوا استعمال شي، پاکستان به له نقشې څخه لیرې شي. یوازینۍ لار دا ده چې پاکستان له هستوي وسلو څخه پاک شي او نړۍ د پاکستان له شره خلاصه شي.
XS
SM
MD
LG