د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۸

عامې روغتیا وزارت ګرځنده روغتیايي کلینکونه پرانیستل


په دغو دوو څرګنده کلیکونو څه باندې یونیم لک امریکايي ډالر لګښت راغلی دی.
په دغو دوو څرګنده کلیکونو څه باندې یونیم لک امریکايي ډالر لګښت راغلی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، هڅه کوي ترڅو د هیواد په لرو پرتو سیمو کې بې وزله خلک روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی پیدا کړي.

د غه وزارت د خپلو نویو هڅو په ترڅ کې د چهار شنبې په ورځ د کابل په لویدیځ د بهادر خان په کلي کې دوه ګرځنده کلینکونه پرانستل چې د خلکو کورونو ته به دارو درمل رسوي.

د عامې روغتیا اداري سرپرست مرستیال ډاکتر عبدالله فهیم د دغه کلینیکونو د پرانستلو په غونډه کې وویل، د هیواد د لرو پرتو سیمو اوسیدونکو ته د روغتیایي اسانتیاوو برابرول د دوی لومړیتوبونه دي.

″له نیکه مرغه دا د عامې روغتیا د ستراتیژی یوه برخه ده، چې لرو پرتو سیمو ته ګرځنده روغتیایي خدمات ورسوي.

ځکه په محلاتو کې په دې اړه له غیردولتي موسسو سره ځینې قراردادونه شوي دي.

زموږ لومړیتوب هغو ولایتونو ته دی چې هغه محروم ولایات دي او ډیر کم امکانات لري.″

ښاغلي فهیم زیاته کړه، چې لسګونو ګرځنده کلینیکونه په ولایاتو کې هم اوس فعالیت کوي، خو کوم ګرځنده کلینیکونه چې نوي پرانستل شول له هغوی سره ډیر توپیر لري.

دغه ګرځنده کلینکونه په ښه معیار په درې سوه او درې ډوله موټرو کې ځای پرځای شوي چې منظم برقي سیسټم او د ګرمې اوسړې هوا اسانتیاوې هم په کې دي.

ویل کیږي پر دغو دوو کلینیکونو باندې شااوخوا یونیم لک ډالره لګښت راغلی، چې د جرمني د بي. اېم. زیډ موسسې له خوا لومړي د کورنیو د لارښونې ټولنې او بیا دغه وزات ته ورکړل شوي دي.

د کابل ښار د لرو پرتو سیمو اوسیدونکي د عامې روغتیا له دې پروګرامونه څخه ډیر خوشاله دي او له دې وزارته غواړي، چې دې ته ورته نور خدمتونه هم ترسره کړي.

د کابل د بهادرخان کلا یوه اوسیدونکي عبدالرحمان رشیدي خپله خوښې داسې څرګنده کړه.

″لکه څنګه چې موږ وینو ورځ تربلې په کلیو کې د ناروغانو شمیره زیاتیږي، د عامې روغتیا له وزارته غواړو، چې دغه خدمتونه په دوام داره توګه خلکو ته ورسوي.

د لرو پرتو سیمو ډیر اوسیدونکي بې وزله دي چې د خپلې درملنې وس نه لري، نو دغه کلینک د کلیوالو سیمو لپاره ډیر ګټور دی.″

که له یوې خوا د عامې روغتیا وزارت لرو پرتو سیمو ته د روغتیایي خدمتونو د رسولو ژمنه کوي له بل لوري د هیواد د لرو پرتو سیمو اوسیدوونکي له دې سرټکوي چې دوی په خپلو سیمو کې حتې د روغتیا لومړنیو اسانتیاوو ته هم لاس رسي نه لري.

د هیواد په ځینو سیمو کې بیا خلک له دې شکایت کوي، چې روغتیایي کارکوونکي په معیار برابر نه دي او په ځینو مواردو کې یوازې د دې هڅه کوي؛ چې څنګه له ناروغ څخه پیسې ترلاسه کړي.

راپور :اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG