د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

حقاني شبکې په افغانستان کې امريکايي عسکر له ستونزو سره مخ کړي


د څېړونکو په وینا، شمالي وزیرستان د افغانستان د پولې په اوږدو کې د وسله والو د تګ راتګ او فعالیتونو مهمه لار ده. وسله وال له همدې ځایه پر ناټو او امریکایي ځواکونو حملې تنظیموي.
د څېړونکو په وینا، شمالي وزیرستان د افغانستان د پولې په اوږدو کې د وسله والو د تګ راتګ او فعالیتونو مهمه لار ده. وسله وال له همدې ځایه پر ناټو او امریکایي ځواکونو حملې تنظیموي.
د حقاني شبکه چي د شمالی وزیرستان په غرنیو برخو کي اډې لري، په افغانستان کي دېره امریکایي او ناتو ځواکونو ته یي ستر ګواښونه مخامخ کړیدي.

د امریکا بي پیلوټه الوتکې هم په قبایلو سېمو کي د وسله والو پر هدفونو حملې کوي او زیات شمېر کسان پکي وژل شوي دي.

شمالي وزیرستان نیمه خود مختاره سيمه ده چي د قبایلې او قومي اصولو او قوانینو پر اساس اداره کیږي. په دې سيمه کې د پاکستان قضایي او جزایي قوانین نه عملي کیږي.

په قبایلي سيمو کې پولیس، پوځ او محکمې نه شته ، پښتونولي د خلکو پر ورځني ژوند حاکمه ده او ټولې ستونزې او اختلافات د قومي جرګو له لارې حلیږي.

د څېړونکو په وینا، شمالي وزیرستان د افغانستان د پولې په اوږدو کې د وسله والو د تګ راتګ او فعالیتونو مهمه لار ده. وسله وال له همدې ځایه پر ناټو او امریکایي ځواکونو حملې تنظیموي.

د پاکستان د پوځ متقاعد جنرال شفیق احمد وایي، که متحده ایالات غواړي په افغانستان کې پاته شي او یا هم په دې بېره کې وي چې له افغانستان څخه د وتلو په صورت کې به یې ملي ګټې له خطر سره مخامخ شي، نو باید شمالي وزیرستان آرام کړي.

جمهور رییس بارک اوباما چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د افغانستان په جګړې کې د بري او د اسامه بن لادن د وژنې یا نیولو ژمنې کړې وې، په شمالي وزیرستان کې د بې پېلوټه الوتکو حملې یې سختې کړې دي.

بې پېلوټه الوتکو کله بريدونه پيل کړل؟

بې پېلوټه الوتکې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي آى اې) له خوا تنظيمېږي او د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۴ کال کې د طالبانو د قوماندان ملا نېک محمد د وژلو په مقصد، د وخت د جمهور رییس جورج ډپلیو بوش له خوا استعمال شوې وې.

له هغه وخت راهیسي، بي پیلوټه الوتکو په قبایلي سيمو کې ۲۴۶ حملې کړي او د پاکستان د استخباراتي چارواکو په وینا، تر اوسه ۲۲۰۰ کسان په کې وژل شوي دي.

دا ګرانه ده چې په دې حملو کې د ملکي خلکو د مړینې شمېر معلوم شي.

ځينې کسان په دې باور دي چې د اسامه بن لادن له وژنې وروسته به په قبایلي سيمو کې د بې پېلوټه الوتکو حملې بندې شي خو لاهم په منظم ډول مخ په زیاتېدو دي.

په قبايلي سيمه کې پوليس او محاکم نه شته

که څه هم د امریکا د جمهور رییس د مرستیال جو بایډن او د پوځ د لوى درستيزانو د کمېټې د مشر مایک میولن په ګډون یو شمېر جګپوړو امریکایي چارواکو پاکستان ته سفرونه کړي خو په دې نه دي بریالي شوي چې د پاکستان پوځي او ملکي مشرتابه اړ کړي چې د وسله والو پر ضد جدي ګامونه پورته کړي.

په مقابل کې د پاکستان پارلمان د مې په ۱۴ مه د بې پېلوټه الوتکو د حملو د بندېدو غوښتنه وکړه.

دوى دا ګواښ وکړ، که د بې پېلوټه الوتکو حملې بندې نه شي نو دوى به په افغانستان کې دېره ناټو ځواکونو ته د پاکستان په خاوره کې ترانزیتي لار بنده کړي.

څېړونکې په دې باور دي چې پاکستان غواړي د هغو خلکو ملاتړ تر لاسه کړي چي په پاکستان کې د امریکا د استخباراتي مامورینو د موجودیت او د بې پېلوټه الوتکو د حملو له وجې نهيلي او په تنګ شوي دي.

د پاکستان د سیاسي مسئلو کارپوه نجم سیټي په دې باور دی چې، د پاکستان پوځي او ملکي مشرتابه نه غواړي د هېواد په داخل او یا هم بهر کې د خلکو د کرکې او نفرت په محراق کې وي.

جنرال شفیق احمد چې له ۱۹۸۰ څخه تر ۱۹۸۴ کاله پورې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د قوماندې مشر و، وایي، که چېرې د امریکا متحده ایالات غواړي د افغانستان جګړه کې برى حاصل کړي نو باید چې د قبایلو کمربند د جګړې د ستراتېژۍ مرکز وګرځوي.
XS
SM
MD
LG