د متحد ایالاتو د ډیموکرات او جمهوريت غوښتونکو ګوندونو څخه څو تنه لویو امریکايي سناتورانو پر ایران ، سوریې او شمالی کوریا باندی د نویو بندیزونو په اړه بحثونه کړي .
سناتور مارک کرک د دوشنبي په ورځ په واشګتن کې د یوه کنفرانس په ترڅ د متحد ایالاتو د پالیسو اعلان وکړ .
په نوې لایحه کې د مشرانو جرګې د بیلابیلو غړو نظرونه شامل دي چې څنګه باید پر ایران فشارونه زیات کړاي شي .
کرک د اسراییل د یو شمیر پلویانو په وړاندې وویل د نوې لایحې څخه هدف پر ایران د نویو بندیزونو زیاتول دي . همدا شان د ایران پر بانکې سیستم ، انرژۍ او د حکومت پر پوځي سیستم د نویو فشارونو راوستل دي .
کرک وویل د دې سند هدف د متحد ایالاتو له خوا اوسنیو بندیزونو ته زور ورکول دي او د ولسمشر اوباما له حکومته غواړي په هغو موارو کې چې د بندیز د لګولو وړ وي اقدام وکړي .
دا سند چې د ایران، سوریې او شمالي کوریا د بندیزونو د پیاوړتیا په نامه یادیږي عمده تمرکز یې د نورو هیوادونو پر شرکتونو په تیره پر چین د فشار راوستل دي، چې د ایران د انرژۍ له سکتور سره همکاري لري .
سناتور کرک وایې زه له دې اندیښمن یم چې جمهور ریس اوباما چینايي شرکتونو او بانکونو ته اجازه ورکړي چې د بندیزونو د مراعاتولو په برخه کې ازادانه او غیر قانونی چلند وکړي دوى باید داسی یو کار ونه کړي .
نوی سند چې ټاکل شوی پر ایران بندیزونه پیاوړي کړي هغه بنسټونه هدف ګرځوی چې د ایران له سپاه پاسدران انقلاب سره همکاري لري .
په دې بندیزونو کې د ایران ملي بانک او هغه مراجع چې له دې بانک سره راکړه ورکړه لري هم شامل دي.
همدا شان دا لایحه شرکتونه ایران ته د هغه څه له پلورلو منع کوي چې ایران کولی شي د هغې په واسطه پر خلکو فشار راولي، چې په دې کې د وسلو عرضه ، اوښکې بهوونکي ګاز ، اوبه شیندونکې ټانکونه او موټر سایکلونه شامل دي . له دې وسایلو اکثره مهال په مظاهرو کې د اعتراض کوونکو د ځپلو لپاره کار اخيستل کیږي .

زه له دې اندیښمن یم چې جمهور ریس اوباما چینايي شرکتونو او بانکونو ته اجازه ورکړي چې د بندیزونو د مراعاتولو په برخه کې ازادانه او غیر قانونی چلند وکړي
سناتور کرک