د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

راسموسن:پاکستان له سیاسي لارو رښتينې مبارزې ته هڅوو


د ناټو عمومي منشي اندرس راسموسن په یو ناببره سفر افغانستان ته راغلی دی.
د ناټو عمومي منشي اندرس راسموسن په یو ناببره سفر افغانستان ته راغلی دی.
په داسې حال کې، چې د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه کې د پاکستان په اړه باور په نړیواله کچه مخ په کمیدو دی، افغان ولسمشر او د ناټو عمومي منشي په یوه خوله د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې، د پاکستان پر رښتینې مبارزې ټینګار وکړ.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن، چې د سې شنبې په ورځ له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په یوه خبري غونډه کې راڅرګند شو، د افغان لانجې د هواري لپاره د پاکستان همکاري ضروري وبلله.

ده وویل، چې پاکستان به په سیاسي لارو وهڅوي، چې په دې برخه کې خپل مسوولیت په سمه توګه سرته ورسوي.

″په یقیني ډول دا ډیره ضروري ده، چې پاکستان پوځ او حکومت د افراطیانو په خلاف په مبارزه کې ښکیل شي.

موږ په لا زیاتو هڅو باور مند یو:

موږ خوښ یو، چې ګورو په تیرو څو کلونو کې دوی له ترورزم او افراطیت سره خپله مبارزه ګړندۍ کړې، خو موږ په لا زیاتو هڅو باور مند یو.

موږ به د سیاسي او د پوځي تماسونو له لارې پاکستان وهڅوو، چې په دې برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي، ځکه دا په افغانستان کې د ستونزې د هواري لپاره خورا زیات ضروري دی.″

راسموسین دا غوښتنه داسې وخت کوي، چې افغان چارواکي او د سیاسي چارو پوهان وايي، د القاعده ترهګرې ډلې او وسله والو طالبانو ډیرې مشران په پاکستان کې ساتل کیږي او په افغانستان کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.

دا زموږ د دوادو هیوادو او ملګرو اساسي دنده ده، چې د ترهګرو پر خلاف مبارزه وکړو او هر ځای چې وي، مخه یې ونیسو، د ولسونو او راتلوونکي ګټه په همدې کې ده.

ولسمشر کرزی

ازادۍ راډیو دې او د افغان چارواکو هغو څرګندونو ته په کتلو چې وايي، د طالبانو عملیات د پاکستان په کوټه او چمن ښارونو کې طرحه کیږي، د ولسمشرکرزي څخه د افغان حکومت دریځ وپوښتي.

ولسمشر کرزي که څه هم په دې اړه په څرګند ډول څه ونه ویل، خو له پاکستان څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

″که چیرې داسې وي، چې د ترهګرو ځالې او پنا ځایونه لکه ما چې مخکې وویل، په پاکستان کې وي او که چیرې دغه عملیات چې تاسو مخکې ورته اشاره وکړه.

د چمن یا د پاکستان د بلي برخې څخه شروع شوي وي، نو طبعې ده، چې زموږ ارزو د خپل ورور او ګاونډي هیواد پاکستان څخه دا ده، چې په دې لاره کې همکاري راسره وکړي، نو دا زموږ د دوادو هیوادو او ملګرو اساسي دنده ده، چې د ترهګرو پر خلاف مبارزه وکړو او هر ځای چې وي، مخه یې ونیسو، د ولسونو او راتلوونکي ګټه په همدې کې ده.″

په وروستیو څو ورځو کې افغان استخباراتي چارواکو په کندهار کې وویل، چې د طالبانو وروستي عملیات، چې د بدر په نامه یادیږي د پاکستان په کوټه او چمن ښارونو کې د پنجابیانو له خوا طرحه کیږي او بیا یې په افغانستان کې پلي کوي.

افغان او ناټو مشران له پاکستان څخه د صادقانه همکارۍ غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن وژل کیدل د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه کې د پاکستان د هڅو په اړه پراخې پوښتنې راولاړې کړي دي.

خو دا، چې له دې پیښې وروسته پاکستان د خپل باور د بیا ترلاسه کولو لپاره کومه لار خپلوې اوس یې اټکل ګران بریښي.

راپور: معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG