د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۰

د سولې بهیر ته د طالبانو جذبیدل او د پیسو کمښت


لندن چاپ ټایمز:

لندن چاپ ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د سولې له بهېر سره د زیات شمېر طالبانو د یوځای کېدو او د هغوي د جذب لپاره د پیسو د کمښت په اړه یوه مقاله لیکلې او د پیل په کرښو کې د یوه انګلیس جنرال خبرې راخیستې چې وایي:

د سولې له بهېر سره د ستر شمېر طالبانو یو ځای کېدل داسې سطحې ته رسیدلې چې په ټولنې کې د هغوي د جذب او کارونو میندلو د پروګرام لپاره یي منابع او پیسې مخ په خلاصېدو کړي دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي: امریکایي پوځي چارواکي او ډیپلوماټان اندیښمن دي چې د سولې له بهېر سره د یوځای کیدونکو وسله والو لپاره د روزنېزو پروګرامونو کمښت به د ولسمشر بارک اوباما هغه عمومي هدف ته زیان ورسوي چې غواړي د ټیټې سطحې د طالبانو جذبول د جګې سطحې قوماندنانو له پخلاینيې سره همغږي کړې.

ټایمز لیکي: په کابل کې د ناتو د جذب د چارو د دفتر مشر جنرال فیل جونز ویلې، په سلګونو طالب جنګیالي په غیر رسمې ډول خپلو سیمو او کورونو ته ستانه شوې او یو دلیل یي دادی چې دوي فکر کوي په رسمې پروګرام کې یي شاملیدل ګران دي.

د جنرال جونز په وینا، په هلمند ولایت کې خلک داسې فکر کوي که چېرې د سولې په رسمې پروګرام کې داخل شي نو دا به د تسلمیدو ډنډورې زیاتې کړې.


نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د افغانستان په پوځ او پولیسو کې د غیر طالب کسانو د حملو او وژنو د علتونو په اړه یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یي لیکي:

د افغانستان د امنیتي ځواکونو غښتلتیا او شفافیت د جولای میاشت کې له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د وتلو په نیټې پورې اړه لري خو په افغانستان کې د خوشبینۍ او هیله مندۍ لپاره دلایل هم موجود دي.

د مقالې لیکوال لیکي: تېره اوونۍ په افغانستان کې د امریکا د پلي سمندري ځواک له قوماندان جنرال جیمزاموس سره هلمند ولایت ته لاړ او هلته یي په ستونزو سربېره، وکتل چې د افغان امنیتي ځواکونو پرمختګ ډېر هڅونکی دی.

هلمند ولایت په تېرو کلونو کې د طالبانو مرکز و، خو په تېر یوه کال کې په کې ستر پرمختګ رامنځ ته شوی دی. افغان حکومت او ایساف ځواکونه د دې ولایت په ټولو برخو واک لري. په دې کار کې باید افغان ځواکونه ښه وستایل شي. د ملي پوځ او پولیسو عسکر په پوره مهارت او قوي روحیاتو جنګیږي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د مقالې لیکوال لیکي: هلمند ولایت ته د سفر پر مهال یو شمېر هغو افسرانو او پوځيانو چې د عراق جنګي تجربه هم لري، ورته وویل، افغان عسکرد عراقیانو په نسبت ډېر تکړه دي.

د موسی کلا ولسوالۍ په څېر سېمو کې افغان عسکر پلې ګزمې کوي او له دښمن سره د مقابلې پر مهال میدان نه خوشي کوي.
XS
SM
MD
LG