د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

معترض کاندیدان: وکيلانو د ځانګړې محکمې په اړه د ولسمشر خبرې تحریف کړي


سلطانزوی وایي، چې متقلبه کاندیدان څوک نه لري چې بحران پرې خلق کړي.
سلطانزوی وایي، چې متقلبه کاندیدان څوک نه لري چې بحران پرې خلق کړي.
معترضه کاندیدانو ولسي جرګه تورنه کړه، چې د ځانګړې محکمې د کار په اړه د خلکو ذهنونه مغشوشوي او غواړي په ولسمشر د فشار له لارې دا محکمه لغو کړي.

معترضه کاندیدان وروسته له هغې د رسنیو په وړاندې راڅرګند شول، چې د ولسي جرګې اداري پلاوي د دې محکمې د برخلیک په اړه له ولسمشر سره خبرې وکړي او د هغې د کار دوام یې بحران زیږوونکی وباله.

خو محمد داؤد سلطانزوې، چې د معترضه کاندیدانو په استازیتوب یې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې متقلب وکیلان هیڅ کله هم بحران نشي زیږولی.

″هغه کسان چې د غلا شوي صندوقو ترشاه پټ دي او خلکو ته وايي، چې موږ بحران خلقوو، هغوی ته باید وویل شي، چې په خپله ستاسو صندوق ستاسو د واقعیت ښکارندوی دی.

که تا ډار ته ضرورت نه درلود او خلک درسره وو، نو تا ولې تقلبي رایې واچولې، نو منطقي نتیجه دا ده، څوک چې غلا کوي او خلکو ته جعلي رایې وړاندې کوي، له هغه سره څوک دریږي او د چا په مرسته بحران خلقوي؟″

د ولسي جرګې اداري پلاوي په خپلو څرګندونو کې ویلي وو، چې ولسمشر هم ورسره دا منلې، چې په اوسنیو شرایطو کې د انتخاباتو د نتایجو بدلون ممکن نه دی.

خو معترضه کاندیدانو د جرګې غړي تورن کړل، چې د ځانګړې محکمې د کار په اړه یې د ولسمشر کرزي څرګندونې تحریف کړي دي.

د دوی په وینا ولسمشر ژر تر ژره د محکمې د پریکړې د اعلان غوښتنه کړې او ویل یې، چې د دې حالت دوام به د بحران سبب شي.

خو د دې سره سره معترضه کاندیدانو خبرداری ورکړ، چې ولسمشر او اجراییه قوه د ځانګړې محکمې او د قضایه قوې په چارو کې د لاس وهنې حق نه لري او داسې څه به هیواد د کړکیچ خوا ته بوځي.

په غونډه کې یوې بلې معترضه کاندیدې ازیته رفعت بیا له ولسمشر نه وغوښتل، چې د ځانګړې محکمې د کار تر پایه دې د کابینې غړي د باور رای د اخستلو لپاره نه ورپیژني.

″ولسي جرګه د خپل اعتبار له پلوه اوس مهال متزلزله ده او زه باوري نه یم، چې ولسمشر دې د خپلو وزیرانو په استولو سره دوی ته مشروعیت وربښي.

د ولسي جرګې د اکثره غړو په اړه دوسیې پرتې دي، دوی متقلب دي، چې د ولسي جرګې مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی.

زما په نظر کله، چې دوی د مشروعیت له پوښتنې سره مخامخ دي، نو نه شي کولی، چې په داسې حالت کې کوم بل چا ته مشروعیت وربښي.″

د ځانګړې محکمې د موجودیت په اړه دا بحثونه په داسې حال کې پورته شوي، چې ویل کیږي دې محکمې تر ډیره خپل کار بشپړ کړی.

معترضه کاندیدان په تمه دي، چې د محکمې د پریکړې په اعلان سره به د ولسي جرګې په اوسني جوړښت کې مهم بدلون راشي.

خو دا هغه څه دي، چې د جرګې یو شمیر غړي یې اندیښمن کړي او همدا وجه ده، چې دوی دا مساله له ولسمشر کرزي سره بیا پورته کړې.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG