د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

په بادام باغ ښځينه زندان کې ٥٠ بېګناه ماشومان هم ساتل کېږي


په زندان کې د ماشومانو لپاره د لوبو، زده کړو او د خوړو ټول لازم مواد په وخت ورکول کېږي، خو بیا هم دوی د بندي خلکو په څېر ساتل کېږي.
په زندان کې د ماشومانو لپاره د لوبو، زده کړو او د خوړو ټول لازم مواد په وخت ورکول کېږي، خو بیا هم دوی د بندي خلکو په څېر ساتل کېږي.
د کابل د بادام باغ په ښځینه زندان کې پنځوس داسې ماشومان ساتل کېږي چې عمرونه یې تر لسو کلونو پورې دي او له کوم جرم پرته له خپلو میندو سره په یوه ودانۍ (بلاک) کې بندیان دي.

په زندان کې د ماشومانو لپاره د لوبو، زده کړو او د خوړو ټول لازم مواد په وخت ورکول کېږي، خو بیا هم دوی د بندي خلکو په څېر ساتل کېږي.

هغه لازمې آزادۍ چې له زندانه بهر نور ماشومان یې لري، د دوی په خپل واک کې ن دی او هر څه ته باید د زندان د چارواکو امر ته انتظار وباسي.

نهه کلنه مریم او د هغې درې کلن فرزاد ورور په زندان کې له هغو ماشومانو څخه دي چې د خپلې مور د جرم له امله په بند کې د پنجره لرونکو کړکیو او په کلکو امنیتي تدابیرو کې ورځې- شپې سبا کوي.

بیداره او له خندا ډکه مریم وایي چې په زندان کې د دې له امله خوشحاله ده چې له خپلې مور سره نژدې ده.

مریم وایی چې اوس د خپلې مور د جرم په اړه بشپړ معلومات نه لری خو وایی چې کله لویه شم نو حتما به مې له مور څخه دا پوښتنه کوم چې تا څه جرم کړی و چې له امله یې موږ هم درسره په زندان کې وو.

هوښیاره او چالاکه مریم وایي چې په اوونۍ کې یو وار د خپلې ترور کور ته ورځي او کله چې هلته نور ماشومان ویني چې آزاد ژوند لري، نو دا خپله د یو آزاد ژوند هیله کوي.

په ورته وخت کې د بشر د حقوقو اداره وایي چې دوی له بندي میندو څخه په دوه کلنۍ کې ماشومان بېلوي او له زندانه بهر یی نورو روزنتونونو ته استوي خو دا په داسې حال کې ده چې د بادام باغ په ښځینه زندان کې ماشومان ترلس کلنۍ هم له خپلو میندو سره په یوه بلاک کې اوسې.

د بشر د حقوقو په اداره کې د زندانونو د څانګې مسوول شمس الله احمدزى وایې چې ماشومان باید په زندانونو کې ونه ساتل شي ځکه چې دوی د جرم په وړاندې معافیت ترلاسه کوي.

دمګړی د بادام باغ په ښځینه زندان کې ١٧٠ مېرمنی او له دوی سره پنځوس ماشومان بندیان دي.

رپورټ: مخفي عزیزي،کابل
XS
SM
MD
LG