د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۸

د اوباما د ادارې او طالب مشرانو ترمنځ د سولې خبرې چټکې شوي


امریکا متحده ایالات له طالبانو څخه غواړي، چې له شخړو او جګړو لاس واخلي
امریکا متحده ایالات له طالبانو څخه غواړي، چې له شخړو او جګړو لاس واخلي
راپورونه خپاره شوي چې امریکایي استازو د طالبانو له جګپوړو مشرانو سره په قطر او جرمني کې لږ تر لږه درې ځلې کتلي او وروستۍ غونډه یې اته – نهه ورځې وړاندې وه.

یو افغان چارواکی وایي، په دې غونډه کې د طالبانو د مشر ملاعمر نږدې همکار هم ګډون درلود.

له طالبانو سره د امریکایي چارواکو د خبرو او کتنو راپور په داسې حال کې خپریږي، چې شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې د امریکا خاصو ځواکونو د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د پاکستان په ايبټ اباد کې وواژه.

زیات شمېر څېړونکي په دې باور دي، چې د بن لادن په وژلو سره به طالبان په اسانۍ سره له القاعده شبکې سره اړیکې وشلوي او په دې توګه به په افغانستان کې د سیاسي حل لپاره لار هواره شي.

غیر حکومتي منځګړیتوب:

په افغانستان کې د وسله والو فعالیتونه او شخړې تر ټولو جګې سطحې ته رسیدلې او په عین حال کې د امریکا په داخل کې د افغانستان له جګړې سره د خلکو ملاتړ مخ په کمیدو دی.

د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون، لویدیځو هیوادونو د جمهور رییس حامد کرزي د حکومت او طالبانو تر منځ د پخلایني او سولې د هلو ځلو ملاتړ زیات کړی دی.

د طالبانو او امریکایي چارواکو تر منځ خبرې د غېرحکومتي منځګړو، عربي او اروپایي هیوادونو د استازو تر منځ تر سره شوي دي.

طالبانو له امریکایانو سره د مستقیمو خبرو او په کوم عربي هیواد کې چې په غالب ګومان یې مقصد قطر و، د یوه رسمې دفتر د خلاصولو ټينګار کاوه.

د طالبانو او امریکایانو تر منځ دا خبرې په ابتدایي مرحلې کې دي او طالبانو په ګوانتنامو کې د خپلو شلو تنو بندیانو د خوشې کیدو په ګډون، د غوښتنو یو اوږد لیست وړاندې کړی دی.

د حقانې ډله له اوږدې مودې راهیسي د پاکستان له استخباراتي ادارې (ای. اېس. ای) سره اړیکې لري او پاکستان یې په افغانستان کې د خپلو ستراتیژیکو ګټو د تامین په مقصد استعمالوي.
طالبان دغه راز له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د ایستلو غوښتنه کوي او په حکومت کې د خپل واک او حضور ډاډ هم غواړي.

په مقابل کې د امریکا متحده ایالات له طالبانو څخه غواړي، چې له شخړو او جګړو لاس واخلي، د ښځو حقونو ته د درناوي په ګډون باید د افغانستان اساسي قانون ومني.

په راپورونو کې ویل شوی، په خبرو کې د طالبانو له لورې هغو کسانو ګډون کړی، چې ملاعمر ته ډېر نږدې دي او یا هم د کوټې شوری کې پوره اغېز لري.

په راپورونو کې دا هم ویل شوي، چې په دې خبرو کې د حقاني شبکې د ډلې کسانو چې مرکز یې په شمالي وزیرستان کې دی او د جمهور رییس بارک اوباما اداره یې یوه ظالمه او نه پخلاکیدونکې ډله بولې، ګډون نه درلود.

د حقانې ډله له اوږدې مودې راهیسي د پاکستان له استخباراتي ادارې (ای. اېس. ای) سره اړیکې لري او پاکستان یې په افغانستان کې د خپلو ستراتیژیکو ګټو د تامین په مقصد استعمالوي.

د اسامه بن لادن له وژلو وروسته، آی. اېس. آی تر پوښتنو لاندي ده چی آیا دوی د القاعده شبکې مشر ته په پناه ورکولو کې لاس درلود او که په دې اړه یې معلومات نه درلودل.
XS
SM
MD
LG