د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جان کیري چې افغانستان ته په سفر کې یې له ولسمشر حامد کرزي سره کتلي له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې اسلام اباد ته نژدې په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن له وژلو وروسته تاسو د افغانستان په اړه د امریکا ستراتیژۍ څنګه ارزوئ، وویل:
د اسامه بن لادن وژل کېدل یوه غټه لاسته راوړنه ده، دا واضح ده چې د هغه په وژلوسره د ټولو لپاره یو نوی فرصت رامنځته شوی، چې د روانو پیښو په اړه له سره غور وکړي. په تېره بیا دې مسئلې هغو کسانو ته چې د طالبانو په لیکو کې دي یو نوی امکان برابر کړی چې خپله وسله پر ځمکه کښیږدي او دا ومني چې موږ به د هغو کسانو له تعقیب اوعدالت ته د هغوی له راکاږلو څخه لاس وانه خلو چې د خشونت اعمال یې سرته رسولي دي.
دا زما په نظر دغه راز د خلکو لپاره یو بل فرصت رامنځته کوي چې دا ومني چې په افغانستان کې پرمختګ شوی، امنیت ټینګ شوی، د افغانستان خلکو دا واضح کړې چې دوی طالبان نه غواړي، دوی ازادي غواړي او غواړي چې بشري حقونه یې تامین وي او د اهغه څه دي چې په اوس وخت کې یې په هیواد کې هڅې روانې دي.
زما په باورهغه څه چې پیښ شوي په حقیقت کې د هغه ماموریت لپاره زموږ ژمنه تازه کوي چې په ترڅ کې یې مسوولیتونه په خپله افغانانو ته انتقالیږي او په دې هیواد کې د متحده ایالاتو د پوځ شمېر کمېږي او په عملیاتو کې به زیاته ونډه نه اخلي بلکې وروستۍ پېښې یوځل بیا له افغانستان سره زموږ کلکې ژمنې تازه کوي، د افغانستان له خلکو سره چې د ډيموکراسۍ او بشري حقونو لار یې خپله کړې ده.
د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې یې د امریکا په ستراتیژۍ کې د ځانګړو بدلونونو په اړه خبرې کړي او که نه؟ وویل:
موږ د امنیتي مسولیتونو د انتقال د پروسې په اړه وغږېدو. ولسمشر کرزی دې ته ډېر ژمن دی او غواړي دا ډاډ حاصل کړي چې دغه مسوولیت په بشپړه توګه افغانانو ته وسپارل شي.
هغه دې ته متعهد دی او نه غواړي چې د ښځو د حقونو او نورو ډلو د حقونو په برخه کې په ترلاسه شویو پرمختګونو کې کموالی راشي. خو په عین حال کې دی غواړي چې هغو کسانو ته بیرته په ټولنه کې د جذب زمینه برابره شي چې له جګړو لاس اخلي او د روغې جوړې له بهیر سره یوځای کیږي، څو یو قوي افغانستان رامنځته شي.
ولسمشر په دې پوه دی چې هرڅه باید ښه شي. د مشخصو خدماتو د رسولو په برخه کې وزارتونه باید خپل کارونه ښه کړي.
نن ما د دې فرصت درلود چې له یو زیات شمېر وزیرانو او یو شمېر والیانو سره وګورم. دوی خپل کارونه په ښه اواغېزناک ډول سرته رسوي. دوی هڅه کوي چې د افغانستان اقتصاد ښه شي او عایدات زیات شي.
د ولسمشر اکثره وزیران د مسوولیتونو د انتقال پروسې ته ژمن دی او له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کارکوي چې د افغانستان له راتلونکې سره خپلو ژمنو ته دوام ورکړي.
د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر جان کیري د ازادۍ راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې په پاکستان کې د القاعده پر مشر د امریکایي ځواکونو له وروستۍ حملې وروسته د متحده ایالاتو بل هدف څوک دی؟ له ځواب ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل نه غواړې پردې مسلې خبرې وکړي.