افغان حکومت وایي، غواړي له هند سره خپلي اړیکي د یوه ستراتیژیک تړون په چوکاټ کې تنظیم کړي.
د افغان او هندي مشرانو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو دا موافقه په داسې حال کې کیږي، چې په دې برخه کې ځینو سیمه يیزو او په تېره بیا د پاکستان حساسیتونو ته هم اشاره کېږي.
خو د افغان ولسمشر يو وياند سيامک هروي وایي، چې له هند سره د دوی ستراتيژیکې اړیکې به د سیمې هیوادونو په زیان تمامې نه شي او دوی هڅه کوي، چې په خپل بهرني سیاست کې له کوم ګاونډي هېواد سره په ستونزه کې ښکیل نه شي:
″دا طبيعي خبره ده، چې موږ غواړو د هند حکومت په مرسته، اوږدمهاله ستراتیژیکه همکاري ولرو، موږ تل ټولو ګاونډیو په ځانګړې توکه پاکستان ته په ښکاره ویلي، چې له هند سره زموږ اړیکې به د هېڅ یو ګاونډي هېواد په زیان تمامې نه شي. نو دوی باید له نړۍ په ځانګړې توګه له هند سره زموږ اړیکو ته خوشبینه شي، پاکستان چې له هند سره هر ستونزه لري، هغه د دوی خپل منځي ستونزه ده″
وروسته له هغې چې د هند صدراعظم من موهن سنګ کابل ته په خپل سفر کې له دولتي چارواکو سربېره د افغانستان ملي شورا ته هم وینا وکړه، په خپله وینا کې یې له افغانستان سره د هند د ستراتیژیک تړون یاودنه هم وکړه.
سنګ په خپله وینا کې له افغانستان سره د هند د تازه مرستو او د ترهګرۍ پر وړاندې له مبارزې سربېره دا هم وویل، چې هند غواړي له افغانستان سره د خپلې پخوانۍ دوستۍ اړیکې وپالي.
خو د ولسې جرګې اداري پلاوی وایي، چې دوی هم خوښ دی، څو افغانستان له هند سره ستراتیژیک تړون ولري خو وایي، چې د دې تړون په اړه شورا ته باید جزئیات ورکړل شي.
د ولسي جرګې دوهم مرستیال احمد بهزاد، ازادۍ راډیو ته وویل:
″موږ د خپل دوست هیواد هندوستان له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه کوو، موږ هیله من یو، چې د افغانستان اړیکې له ګاونډیو اوهغو هېوادونو سره چې د افغانستان همکار دي، د هندوستان د اړیکو په شان دې اړیکې ولري او پراختیا دې پیدا کړي.
که څه هم د افغانستان او هندوستان د ستراتیژیک تړون څخه شورا په جریان کې نه ده، خو هیله من یو چې د هند سره د هر ډول اړیکو، په اړه د اساسي قانون له حکم سره سم شورا هم په جریان کې واچول شي″
له هند سره نژدې والى او د پاکستان حساسيت:
د افغانستان او هندوستان ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په اړه داسې مهال د دواړو هیوادونو مشران هوکړه کوي، چې داسې انديښنې هم موجودي دي، چې له هند سره د افغانستان نږدې والی به د پاکستان حساسیتونه را وپاوري او دا هېواد به په سیمه کې د دې دواړو هېوادونو د لیرې والي په اړه ډیرې ستونزې را ولاړې کړي.
خو د سیاسي چارو کتونکي بیا وایي، چې افغانستان یو خپلواک هیواد دی او کولای شي، چې له هر هیواد سره خپلې اړیکي وپالي.
د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه احمد ضیا نېکبین وایي، که څه هم د افغانستان او هندوستان نږدې اړیکې به د پاکستان حساسیتونه را وپاوري، خو ټینګار کوي، چې د افغانستان او هند اړیکې هم د افغانستان او هم د سیمې د هیوادونو په ګټه دي او باید وپالل شي:
″هیڅکله پاکستاني او یا ایراني چارواکو د افغان مقاماتو په خوښه خپلې اړیکې، له ګاونډیو هیوادونو سره نه دي پاللي، ځکه دوی وایي، چې موږ خپلواک یو، نو په دې مسئله کې افغانستان هم یو خپلواک هېواد دی، نو کولای شي، له هر هیواد سره په خپله خوښه او خپلواکه توګه اړیکه ټینګه کړي او هر څومره چې له هند او یا د منځنۍ اسیا له نورو هیوادونو سره د افغانستان اړیکې پیاوړې شي، په دې کې د افغانستان ګټه ده.
د هند او افغانستان ترمنځ اړیکې د دواړو هیوادونو په ګټه دي، هند کولای شي له دې ډول اړیکې څخه بل مثل ګټه پورته کړي.″
د سیاسي چارو کتونکي وایي، چې افغانستان په یوه متشنجه سیمه کې موقعیت لري، نو افغان حکومت ته په کار ده، چې باید د ځان لپاره داسې سیاست غوره کړي، چې له یو هېواد سره د دوستي په سر د بل حساسیت را ونه پاوري.
د چارو کتونکي وایي، افغانستان چې ستراتیژیک رول یې مهم دی باید په خپل بهرني سیاست کې د سیمې له هیوادونو سره انډول په پام کې ونیسي.
راپور: ذکیه غیاثي