د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۴

ځواک: د دایمي پوځي اډې د تړون په اړه دې سیمه يیز او نړیوال کنفرانسونه جوړ شي


د افغان څیړنیز او مشورتي مرکز مشر غلام جیلاني ځواک
د افغان څیړنیز او مشورتي مرکز مشر غلام جیلاني ځواک
په داسې حال کې چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو پر څرنګوالي روانې خبرې له جزئیاتو ته نه دي داخل شوي، یو شمېر کړۍ د دغه تړون په اړه ځینې پوښتنې مطرح کوي.

افغان څېړنیز او مشورتي مرکز د شنبې په ورځ په دې اړه په خپل یو بحث کې د دغه تړون دواړه اړخونه، یعنې کېدل او یا نه کېدل وڅېړل.

د دغه څیړنیز مرکز مشر غلام جیلاني ځواک د دې مسئلې د ښه حل لپاره د یو سیمه ییز او بل بین الافغاني کنفرانسونو د رابللو غوښتنه وکړه.

″امریکا دلته پوځي اډې غواړي او دلته خپل خاص اهداف لري، په دې اړه موږ یو وړاندیز جوړ کړی دی اوله خبره- افغانستان دې یو سیمه ایز کنفرانس راوغواړي.

دغه سیمه يیز کنفرانس د روسیې، پاکستان، هند، چین، ایران او د سیمې نور هېوادونه او د هېواد ټول سیاسي احزاب راوبلل شي، هم ورته د همسایه ګانو په اړه ورته وویل شي، چې همسایه ګان له موږ نه څه غواړي او څه کوي، دا باید په واضح توګه ورته وویل شي″

ښاغلی ځواک همداشان وایي، چې په بین الافغاني کنفرانس کې دې د ملت استازي د مخالفینو په ګډون برخه واخلي او د دایمي اډو په اړه دې خپلې غوښتنې مطرح او دریځ معلوم کړي.

پر دايمي پوځي اډو بحثونه:

په افغانستان کې د امریکا د دایمي پوځي اډو په اړه دا بحثونه په داسې حال کې کیږي، چې خپله امریکایي مشرانو بیا دا مسئله ردوي او وایي، چې دوی یوازې له افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو پر سند کار کوي.

په کابل کې د امریکا سفیر تل په خپلو څرګندونو کې دا په ډاګه کړې، چې که په افغانستان کې دایمي اډې جوړوي نو د افغانستان په وړاندیز به وي او ډاډ ورکوي، چې د ستراتیژیکي ملګرتیا تړون د دواړو هېوادونو او په سیمه کې د ټولو هېوادونو په ګټه دی.

په ورته وخت کې افغان حکومت هم د ستراتیژیکو اړیکو په اړه جزئیات نه وړاندې کوي، خو وایي، چې په دې اړه تراوسه ټوله مسئله په عمومیاتو راڅرخي.

افغان ولسمشر دې اړیکو ته په اشاري څو څو وارې دا واضح کړی، چې له امریکا سره د دې تړون لاسلیکول یا ردول د لوی جرګې کار دی.

رپورټ: مخفي عزیزي
XS
SM
MD
LG