وروسته تر هغه چې غزني د اسلامي هېوادونو ټولنې (OIC) د 2007 کال په وروستیو کې د اسلامي نړۍ د کلتوري مرکز په توگه ونوماوه، افغان چارواکو ورسره سم په دغه ولایت کې د بیارغونې پروژې پرانيستلې.
خو اوس ځيني افغان چارواکي او د غزني اوسېدونکي وايي، چې دغه کار په لازمه توګه نه دی روان.
د او. آى. سي اړوند د اسلامي تعليمي، علمي او کلتوري موسسې يا ايسيسکو د کلتور د وزيرانو په شپږمه غونډه کې غزني په 2013 ميلادي کال کې د اسلامي نړۍ کلتوري مرکز بلل شوی.
د افغان ولسمشر د ساختماني چارو سلاکار یوسف پښتون وايي، چې د غزني ولایت د بیاجوړونې چارې په سمه توګه نه دي روانې.
ښاغلی پښتون وايي، د غزني کار د نا امنیو او وړتیاوو د کموالي په خاطر ځنډېږي:
″لوی مشکل چې موږ یې هلته لرو، د وړتیاوو کموالی او ناامني ده، دا دوه لوی ګواښونه دي.
که نن موږ دغه سل ملیونه هم درلوداى، ګټه مو نه شوای ځنې اخیستی، نه یوازې په دې پروژه کې بلکې له بده مرغه په ټول افغانستان کې پروژې د ظرفیتونو د کموالي له امله ډېرې ځنډېږي او د دې پر ځای چې یو کال وخت ونیسي دوه درې کاله ځنډېږي″
د ځينو پروژو بشپړتيا:
تمه کیږي چې د غزني د تاریخي ابداتو، ښاري ښکلا، ترانسپورټ او نورو برخو کارونه به د 2013 کال تر پایه بشپړ شي، خو اوس یوازې دوه کاله دغې ټاکلي نیټې ته پاتې دي.
د غزني د ولایتي شورا چارواکي هم شکایت کوي، چې په غزني کې د بیاجوړوني کارونو ته پام نه کیږي.
د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني ازادي راډیو ته وویل، چې افغان حکومت باید تر 2013 کال پورې، کارونو ته په ساده نظر ونه ګوري.
خو د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت بیا وايي، چې په غزني ولایت کې کارونه روان دي او د لسو ابدو کار نژدې پای ته رسېدلی.
د اطلاعاتو او کلتور وزير، سید مخدوم رهین هم ازادي راډیو ته وویل، چې کار په لازمه توګه چټک نه دی روان:
″د 10 ابدو کار ختم شوی او په سلو کې 90 کار یې شوی، راتلونکی کال چې په مخکې یې لرو 10 نورې ابدې هم په نظر کې لرو.
تر کومه ځایه چې په اطلاعاتو او کلتور وزارت پورې اړه لري، کارونه سم روان دي، خو د کار چټکوالي ته اړتیا لرو، مګر په هر حالت کې چټک کار نه شي کېدای په ځانګړي ډول کله چې د نورو مرستي وي.″
د غزني لرغونتيا:
غزنه یا غزنين د اوسني غزني نوم دى چې د اسلامي تاريخ او تمدن يو له خورا روښانو دورو سره څخه دی.
د لسمې ميلادي پېړۍ په پاى کې د سلطان محمود د امپراتورۍ له پيل سره، دغه نومورکى ښار د سيمي په تر ټولو لوى کلتوري مرکز واوښت.
د تېرو درېيو لسیزو جنګونو په ترڅ کې غزني هم د هیواد د نورو ولایتونو په څېر زیانمن شوی دى.
د راپورونو له مخې، د غزني موزیمونه په دغو جنګونو کې چور شول او ډیر مهم تاریخي اثار یې بهرنیو هېوادونو ته هم قاچاق شوي دي.
خو مهم سوال دا دی، چې تر 2013 کال پورې به غزني هم هغسې جوړ شي چې ښايي او که یا خو د چارو کتونکي وايي، که دغزني ولایت کارونه په همدې ډول روان وي، نو تر ټاکلې نیټې به بشپړ هم نه شي.
راپور: معصوم میوند - کابل