واشنګټن ټایمز:
واشنګټن ټایمز ورځپاڼې، ″فساد د افغانانو جرئت او شجاعت له ماتي سره مخامخ کړی″ تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلي او د پیل په کرښو کې یې راغلي، د افغانانو شجاعت تر اوسه د ادارې فساد ځای نه دی نیولی او د افغانانو خود ارادیت هم د امریکا په خزانې باندې د افغانانو تکیه نه ده بدله کړې.
د افغانانو لرغونو قومي رواجو خپل ځاي، د ښځو په وړاندې یوه عصري چلند ته نه دی خالی کړی.
د مقالي لیکوال پال مککیلپس لیکي، د یوه لویدیځ وال په صفت، خلک له مانه غواړي چې زه باید چپ شم خو خبره دا ده، چې موږ له افغانانو سره مالي مرستې کوو او آیا دا به پرځای وي، د هغو کسانو په وړاندې چې د اداري فساد، وابستګیو او عنعنوي دودونو لپاره نورې پیسې هم غواړي، چپه خوله پاته شم؟
لیکوال د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په مقالي کې وړاندې لیکي، د افغانستان د پوځ په لیکو کې د عسکرو په جذب او استخدام زیات لګښت کیږي او موږ هره ورځ د زیات شمېر بې روزګارو کسانو لپاره یوازې د کار امکانات برابرو.
د پوځ او پولیسو په لیکو کې د جذب او ګمارنې چارې په چټکۍ سره پر مخ ځي او موږ وایو، چې په دې اړه مو پرمختګ کړی، خو پوښتنه دلته ده، چې آیا دا جذب شوي افغانان په ریښتیا هم د خپل هیواد د دفاع او ازادي لپاره په پوځ کې شامل شوي او که یوازې د پیسو یعنې ډالرو د ترلاسه کولو په مقصد یې دغه کار ته زړه ښه کړی دی؟
واشنګټن ټایمز لیکي، دا مساله په پخواني جمهور رییس جورج ډبلیو بوش، اوسني جمهور رییس بارک اوباما، کانګرس، پوځي ستراتیژۍ، زموږ په جنرالانو او عسکرو پورې اړه نه لري، بلکې دا د افغانانو په زړونو او روح پورې اړه لري.
چیرې دي افغانان؟ آیا دوی زموږ په جیبونو کې بیده دي؟ آیا موږ امریکایان له لسو کالو وروسته دا حق نه لرو چې وپوښتو، د څه لپاره مو پیسې ورکړې او ویني مو تويې کړي دي؟
لیکوال د واشنګټن ټایمز په مقالې کې په احساساتو سره لیکي، که چیرې افغانان په خپلو کې اتحاد نه کوي، د خپلې ګډې ازادي لپاره نه جنګیږي نو آیا د دې وخت نه دی رارسیدلی، چې موږ ورباندې ډالر بند کړو او خپل عسکر بیرته خپلو کورونو ته راولو؟
ایکونومېسټ:
لندن چاپ ایکونومیست مجلې په وروستۍ ګڼې کې له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د وتلو په اړه یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یې لیکي، په افغانستان کې په فساد کې ښکیل حکومت، ستر لګښتونه، د وسله والو د فعالیتونو زیاتېدل او د تلفاتو زیاتوالی آیا دا ټول هغه دلایل نه دي، چې ووایو، ولې د خاورو او دوړو په دغه هېواد کې بهرني عسکر له ټاکلي وخت څخه زیات پاته شول؟
مجله لیکي، دا مهال چې د اسامه بن لادن په وژلو سره د جګړې یو مهم هدف تر لاسه شو، جمهور رییس بارک اوباما باید چې د جولای میاشت کې له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو پر مهال، په دې هېواد کې د خپلو ځواکونو په شمېر او ساتلو هم غور وکړې.
ایکانومیست پوښتنه کوي، جمهور رییس اوباما ولې په افغانستان کې بری نه اعلانوي او په چټکۍ سره له دې هیواد څخه خپل عسکر نه باسي؟
مجله په ځواب کې لیکي، دا کار به یوه اشتباه وي او دا ځکه چې په افغانستان کې د امنیتي مسولیتونو د انتقال لپاره د ۲۰۱۴ کال پای ټاکل شوی.
له بلې خوا له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو چټک وتل او د منابعو بندول به په دې هیواد کې ګډوډۍ رامنځ ته او په سېمې کې به شخړې پراخې کړي او تاریخ دا مساله ثابته کړې ده.