د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۰

خیبر پښتونخوا:دوو ځان مرګو بریدګرو تر سلو زیات سرتیري ووژل


په خيبر پښتونخوا کې په دوو ځان وژونکیو حملو کې تر سلو ډیرو دولتي سرتيرو ته مرګ ژوبله واوښته.

د خيبر پښتونخوا په چارسدې ولسوالۍ کې پر امنيتي ځواکونو دوه پرله پسې چاودنې شوې چې په ترڅ کې یې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ځايي دولتي مسوولینو د معلوماتو له مخې دا چاودنې د جمعې په سهار د چارسدې په شبقدر نومې سیمه کې د ایف سي یا نیمه پوځي ځواکونو اکاډمۍ ته څيرمه شوي.

امنيتي چارواکو په دې چاودنو کې د درې اویاوو تنو د وژل کېدو او پنځوسو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی، خو زیاته کړې یې ده چې د یو شمېر ټپيانو روغتیايي حالت نازک دی او ښايي د مړو اصلي شمېره تر دې هم زیاته شي، خو بل خوا ازادو سرچینو بیا د ټپیانو شمېر تر سلو ډیر ښودلی.

په سیمه کې د پولیسو یوه مشر لياقت خان ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ایف سي اکاډمۍ نوي فارغان د لنډې رخصتۍ لپاره خپلو کورونو روان ول خو همدا چې له مرکزي دروازې بهر را ووتل نو ناڅاپه پرې ځان وژونکې حملې وشوې :

(داهغه ځوانان ول، چې نوي له اکاډمۍ څخه فارغ شوي ول او په لنډه رخصتۍ خپلو کورونو ته روان ول خو همدا چې د اکاډمۍ په وره کې ولاړو موټرو ته ختل نو دوه ځان وژونکې حملې پرې وشو)

نوموړي ویلي، چې په وژل شوېو کې یواځې اته تنه یې ولسي خلک او پاتې ۶۵ نور یې دولتي سرتېري دي. هغه همدا شان د ټپیانو په هکله وویل، چې د مړو په شان په ټپيانو کې هم ډيری یې د ایف سي سرتېري دي.

لیاقت خان د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت نازک بللې او زیاته کړې یې ده، چې ښايي د مړو اصلي شمېر تر دې هم لوړ شي.

ایف سي:

ایف سي یا ملیشه د پاکستان نیمه پوځي ځواکونه دي چې په بیړنیو حالاتو کې د پوځ او پولیسو ترڅنګ د امنيت په ټینګولو کې برخه اخلي.

ددې ځواکونونو قوماندان اکبر هوتي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د دوي ځواکونه دا مهال نژدې په ټولو قبايلي سیمو کې د وسله والو مخالفینو پر ضد په روانو پوځي عملیاتو او جګړو کې پوره برخه لري او ښايي دا برید هم د همدې لړۍ یوه کړۍ وي :

(دا مهال زموږ ځواکونه په وزیرستان، اورکزو او نورو سیمو کې د پوځ په ملاتړ د سخت دریځو پرضد جنګیږي، خو تر وړاندې مو هیڅ داسې راپور نه و ترلاسه کړی چې ګواکې داسې برید به کیږي.)

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې د تحريک طالبان پاکستان ډلې د دې بریدونو مسوولیت منلی او ګواښ یې کړی چې په راتلونکي کې به هم د ورته بریدونو لړۍ ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مۍ پر دویمه نیټه په ايبټ اباد کې د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته تر ټولو وړاندې همدې ډلې د اسامه د غچ اخیستو خبر ورکړی و.

هغه مهال د پاکستاني طالبانو ویاند رسنیو ته ویلي ول، چې په دې لړ کې به یې لومړی ګزار پر پاکستان وي.

مجيب الرحمان انګار،پيښور
XS
SM
MD
LG