د روسیې ولسمشر دیمیتري میدفیدیف نن د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره په مسکو کې وکتل.
په خبرې غونډې کې میدفیدیف د دواړو هېوادو تر منځ د اقتصادي همکارۍ د پراختیا غوښتنه وکړه:
« زه فکر کوم، چې زموږ اړیکي ښه راتلونکې لري خو موږ دې ته اړتیا لرو چې خپلې اقتصادي همکارۍ زیاتې کړو. موږ په وروستیو کې په دې برخه کې یو لړ ګامونه اخیستې دي خو لاهم ډیرڅه په ډيرو برخو کې شته چې باید وشي.
زه هیله لرم، چې هغه سندونه چې نن یې موږ لاسلیکوو هغه به زموږ د اقتصادي اړیکو په وده کې مرسته وکړي.»
کرملین وایي، چې د دواړو مشرانو تر منځ به خبرې د تروریزم ضد مبارزې او له مرکزي او جنوبي اسیا روسیې ته د مخدر موادو د قاچاقو پر مسالې متمرکزې وي.
د خبرو په اجنډا کې همدا راز دا مساله شامله ده چې له ترکمنستانه هند ته د افغانستان او پاکستان له لارې د ګازو د پایپ لاین په تیرېدو کې روسیه څه کولای شي.
له روسیې څخه د زرداري څلور ورځنی سفر په داسې وخت کې پیل شوی دی چې امریکا پاکستاني چارواکي تورنوي چې له اسامه بن لادن سره یې مرسته کړې وه.
اسامه د ثور په دولسمه په ایبټ اباد کې ځانګړېو امریکایي ځواکونو وواژه.