د افغانستان د پوهنې وزارت په پام کي لري، چې د روان کال تر پایه د هېواد په بیلا بیلو سیمو کې نهه انسټیټیوټونه او یو څلویښت مسلکې ښوونځي جوړ کړي.
د پوهنې وزیر ډاکټر غلام فاروق وردګ وویل، چې د دې نویو مسلکي ښوونځیو او انیسټیټونو په جوړولو سره به د دارنګه تعلیمي موسسو شمیر ۱۴۴ ته ورسیږي.
ښاغلی وردګ چې د چهارشنبی په ورځ یې، د افغان ټکنالوژۍ په نامه د مسلکي او تخنیکي زده کړو دیوه انستیتیوټ د بنسټ دبره کیښوده وویل، په دغه انسټیټیوټ کې به د تخنیکي او مسلکي ثانوي زده کړو زده کوونکي او په کانکور کې ناکام شوي کسان تر څوار لسم ټولګي پورې په بیلا بیلو برخو کې زده کړه وکړي.
″د خپل هېواد متعلمینو او خلکو ته د هغه تندې د ماتېدو زېری ورکوم، چې نن به موږ یو انسټیټیوټ جوړوو او د دې انسټیټیوټ ګټه به مستقیماً د ثانوي تخنیک فارغینو ته رسیږي او د ورته نورو مکابتو فارغین به دلته راځي او انشاء الله د دیارلسم او څوارلسم صنف تر سطحې خپلې نیمه عالي زده کړې به دلته سر ته رسوي.
هغه تعمیر چې نن به دې تهداب ډبره ږدو، د شپږ څلوېښت میلیونه افغانیو په لګښت سره به، چې د معارف وزارت د انکشافي بودجې او د نړېوال بانک له خوا تمویل کیږي، د ۱۳ میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته چمتو شي.″
ښاغلي وردګ وویل، چې دوی په پام کې لري، د مسلکي زده کړو د ښوونځيو او انسټیټیوټونو درسي معیار لوړ او داسې زده کوونکي و روزي، چې ژر ورته د کار زمنیه برابره شي.
خو د کابل د ثانوي تخنیک د مسلکي ښوونځي فارغین چې په دې انسټیټیوټ کې ورته د زده کړې زمنیه برابریږي، د تخنیکي او مسلکي ښوونځیو د زده کوونکو د جذب لپاره د دې انسټیټیوټ په جوړولو ناخوښ دي.
دوی وویل، چې د دې انسټیټیوټ په جوړولو سره د کانکور په ازموینه کې د دوی د ګډون چانس سوزیږي.
″زما نوم سید اغا دی د لوګر ولایت اوسېدونکی یم، اوس دلته په ثانوي تخنیک کې زده کړې ترسره کوم، زه له دې انسټیټیوټ نه خوشحاله نه یم، زموږ راتلونکي ته تاوان رسولی دی، ځکه موږ نه شو کولای چې پوره تحصیل وکړو، ځکه په نیمه زده کړو باندې زموږ ژوند نه تیریږي او موږ په راتلونکي کې نه شو کولای ځان کار روزګار پیدا کړو.
له حکومت څخه مو تقاضا ده، چې انسټیټیوټ نه جوړوي، همدا ثانوي تخیک سم دی، ځکه موږ پخوا دوه چانسته درلودل اوس یو چانس لرو، په دولسم کې به مو امتحان ورکړ، بیا په څوارلسم کې ۸۲ فیصدي وه، چې موږ به پوره کړه او بیا به یې موږ د پلتخنیک یا کابل پوهنتون دویم صنف ته ورکولو.
۲ – زما نوم کلیم الله دی، د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی یم او د افغان ټکنالوژۍ په یولسم صنف کې زده کړې ترسره کوم.
که چېرې موږ د دولسم صنف کانکور امتحان ولرو او خپلې لوړې زده کړې ترسره کړو نو ښه خبره ده او که چېرې دا امتحان ونه لرو نو بیا زموږ تحصیلات نیم کیږي، یانې تر څوارلسمه پورې، نو موږ ته به بیا د لوړو زده کړو چانس نه وي.″
یوشمېر کتونکي د نیمه عالي زده کړو د دارنګه موسسو رامنځ ته کیدل یو ښه ګام بولي د دوی په اند د دې سره به په هیواد کې د زده کړې زمینه لا پراخه شي او یو شمیر هغو کسانو ته به هم د زده کړې موقع برابره شي، چې په عالي تحصیلي موسسو کې د جذب د کم ظرفیت له امله هر کال د کانکور په ازموینه کې بې نتیجې پاتې کیږي.
خو په عین حال په دې هم ټینګار کيږي، چې د تحصیلي او تعلیمي موسسې د شمیر له ډېرېدو سربیره باید د دغو موسسو د کیفیت لپاره هم لا ډیر کار وشي.
راپور: ذکیه غیاثي