په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د روانو هڅو لپاره د نړېوال ملاتړ ترلاسه کول او د سولې د عالي شورا د تیر یو کلن فعالیتونو ارزول د دغه دوه ورځني کانفرانس د بحث اساسي مسایل جوړوي.
دې کانفرانس ته په خپله پرانیستونکې وینا کې د ولسمشر کرزي دویم مرستیال عبدالکریم خلیلي د سولې د عالي شورا د تیر یو کال لاس ته راوړنې د پام وړ وبللې او ویي ویل، چې افغان دولت به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ده په داسې حال کې، چې د روانو هڅو لپاره د ټولو اړخونو د ملاتړ غوښتنه وکړه، خو وسله والو مخالفینو ته په خطاب کې هغوي وهڅول، چې دا موقع باید له لاسه ورنه کړي:
(د امریکا د متحده ایالتونو د اسامه بن لادن د له منځه وړلو اقدام د دې څرګندويي کوي ، چې نړېواله ټولنه د ترهګرو د ځالو او د تغذیوي سرچینو په له منځه وړلو کې قاطع ده.
نو د سولې او پخلایينې پروګرام، چې افغان دولت له افغان وسلوالو مخالفینو سره پیل کړی، د دوي په ځانګړي توګه قوماندانانو ته يي ښه فرصت برابر کړی، چې له خپلو ورانکارېو لاس پرسر شي، کنه نو برخلیک به یي اسامه ته ورته شي.)
په دې کانفرانس کې د افغان کابینې د ځینو غړو او د والیانو ترڅنګ د نړېوالې ټولنې یو شمېر استازو هم ګډون کړې.
د سولې د عالی شورا مشر برهان الدین رباني وایي، چې دې شورا د ملي ملاتړ تر څنګ نړېوال ملاتړ هم ترلاسه کړی دی.
دې وایي، چې دمګړی دوي دوه میلیونه او اته لکه ډالر بودیجه په واک کې لري، چې د سولې د راوستو لپاره به په ځای مصرفیږي،دی د شورا یو شمېر لاسته راوړنې داسې په ګوته کوي:
(د سولې او ملي پخلايينې او سوله ييز ژوند ته د ستاینېدو پروګرام په نړېواله کچه له پراخ اعتبار او ملاتړ څخه برخمن دی او په پایله کې هغه پرله پسې هڅې ، چې شوي، هغه هېوادونه، چې د سولې د عالي شورا د جوړېدو پرمهال يي له طالبانو سره د روغې جوړې او د سولې له بهیر سره مخالفت څرګنداوه، اوس مهال هماغه هېوادونه د سولې د پروسې او له طالبانو سره د روغې جوړې د بهیر ملاتړ کوي.)
د سولې عالی شورا چې د سولې د ملي مشورتی جرګې په پایله کې رامنځته شوه، له شاوخوا تیر یو کال راهیسې فعالیت کوي.
د شورا په وینا، له یو کال راهیسې له زرو ډیر کسان د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازي مرستیال غونډې ته په وینا کې د سولې له بهیر څخه نړېوال ملاتړ او د دولت سره د مخالفینو یوځای کېدو ته په اشاره کې وویل:
(موږ باید له دغه کنفرانس څخه ګټه پورته کړو او د سولې په بهیر کې د دولت او نړیوالی ټولنی هڅې سره همغږي او په ټولیز ډول ستونزې مطرح او حل یي پیدا کړو.
موږ باید په دغه برخه کې خپلې وړتیاوې لوړې کړو څو د سولې له بهیر سره د یو ځای کېدو په برخه کې څنګه چې رامنځته کیږي، کار وکړو.)
له سولې څخه د ملاتړ او د کارونو د ارزونې په کنفرانس کې د مالیي وزیر عمر زاخیلوال د سولې د عالی شورا څخه د نړېوالی ټولنې ملاتړ او مادې مرستې تشریح کړی.
د سولې عالي شورا دا کنفرانس په داسې حال کې جوړ کړی، چې تل د دغې شورا په لاسته راوړنو انتقاد کیږي، خو د سولې عالی شورا خپل فعالیتونو مثبت ارزوي او ډاډ ورکوي چې د سولې په راوستو کې به هر راز هڅې کوي.
رپورټ: مخفي عزیزی، کابل