د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګیلاني دا تور چې پاکستان د بن لادن په پټولو کې لاس درلود يا دا چې د هغه په نيولو کې يې بې کفايتي کړې، د خندا وړ وباله.
ښاغلي ګيلاني د القاعده د مشر له وژل کېدو پوره يوه اوونۍ وروسته دا څرګندونې وکړې.
ده زياته کړه، پاکستان پر خپل پوځ او استخباراتو پوره باور لري:
″د همکارۍ يا بې کفايتۍ دواړه تورونه د خندا وړ دي موږ داسي تورونه ردوو. د داسې خبرو هدف دا دی چې په خلکو کې مايوسي خپره شي.″
د پاکستان صدراعظم دا هم وويل، پاکستان په دې باب تحقيقات کوي، چې يو داسې څوک، چې د نړۍ تر تعقيب لاندې و، څرنګه په کلونو پايتخت اسلام اباد ته نژدې واوسېد.
ده سره له دې چې د پاکستان په خاوره کې د يواړخيزو حملو په وړاندې خبرداری ورکړ له امريکا سره د پاکستان اړيکې مهمې وبللې.
د پاکستان صدراعظم دا څرګندونې په داسې وخت کې وکړې، چې د دغه هيواد د مخالفو ګوندونو د بن لادن پر کور د امريکايي کومانډو ځواکونو حمله د پاکستان د حاکميت سرغړونه وبلله په دې خاطر د پاکستاني چارواکو د استعفا غوښتنه وکړه.
د پاکستان د استخباراتو پخواني رييس متقاعد جنرال حميد ګل د ازادې اروپا د ازادي راډيو مشال څانګې ته وويل:
″د پاکستان د پارلمان غړي بايد له صدراعظم او هغوکسانو، چې سياسي واک په لاس کې لري وغواړي، چې استعفا وکړي ځکه چې همدا دوی وو، چې له امريکا سره يې همکاري کوله او دا سياست اوس له شرمېدونکې ماتې سره مخامخ شوي.
اوس څرګنده شوه، چې امريکا په حقيقت کې زموږ حاکميت او امنيت ته زيان اړوي. دا د پاکستان د سياستوالو دريځ و او دوی دې پاليسۍ ته دوام ورکوي.
دا د پاکستان د پوځ سياست نه دی او نه هم د پوځي استخباراتو ادارې، د دې تګلارې په خپلولو کې رول لرلي دي.″
پاکستان وايي، د تروريزم پرضد په مبارزه کې يې تر ټولو زياته قرباني ورکړې ده.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د يکشنبې په ورځ په يوه تلويزيوني مرکه کې وويل، يوې شبکې بايد په پاکستان کې د اسامه بن لادن ملاتړ کړي وي، خو ده دا هم وويل، چې دی نه پوهېږي چې ايا پاکستاني مقامات هم په دې شبکې کې چې بن لادن يې ساته، شامل دي او کنه.
ولسمشر اوباما له سي. بي. اېس تلويزيون سره په مرکه کې وويل، د پاکستان حکومت بايد په دې ځان وپوهوي، چې د دغه هيواد کوم چارواکي د اسامه بن لادن د اوسېدو له ځايه خبر ول.
زموږ په باور د بن لادن لپاره په پاکستان کې يوه ملاتړ کوونکې شبکه موجوده وه، خو موږ د دې حمايت کوونکې شبکې د څرنګوالي په باب څه نه وايو.
موږ په دې هم نپوهېږو، چې ايا د پاکستان د حکومت چارواکي د دې شبکې غړي وو او يا دا چې دوی له حکومتي کړيو د باندې کسان ول. دا هغه پوښتنې دي چې په اړه يې بايد تحقيقات وشي. تر ټولو مهم دا چې د پاکستان حکومت بايد په دې برخه کې پلټنې وکړي.