د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۵

د اسامه وژل کیدل او پر افغانستان د کنټرول لپاره نوې لانجې


د طالبانو له خټینو پټ ځایونو نیولې، په بروکسل کې د ناټو له مقره او په واشنګټن کې د دفاع تروزارته پورې، نن یوه پوښتنه په مختلفو شکلونو مطرح کیږي:

د اسامه بن لادن وژل کېدل به پردې مسلې چې څوک به د افغانستان کنټرول په لاس کې واخلي، څه اغیز وکړي؟

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، طالبان وایي، فعالیتونه یې هیڅکله هم یواځې په بن لادن متکي نه و، او اوس چې اسامه په دې نړۍ کې نشته، هم کولای شي خپله بقا وساتي.

خو د ورځپاڼې له دې تحلیل سره سم، د امریکایي کوماندو وروستۍ حملې چې اسامه یې وواژه، اوس دا احتمال زیات کړی چې د طالبانو مشران چې په پاکستان کې اوسي ښایی له دې وروسته نورخوندي نه وي.

خو د اروپایي هیوادونو مشران په څه فکر کوي؟ نیویارک ټایمز لیکې، ډیرودغو مشرانو لا له مخکې ویلي چې د دریو کلونو په موده کې به له افغانستانه ووځي اواوس چی بن لادن وژل شوی، دوی به د هغه له وژل کیدو څخه له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره د یوه بل دلیل په توګه کارواخلي.

او په واشنګټن کې د جمهورریس بارک اوباما اداره وایي چې د اسامه بن لادن وژل کیدو یو ښه فرصت رامنځ ته کړی څو طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته اړکړي.

نیویارک ټایمز د جمهورریس اوباما د یوه لوړرتبه سلاکار له قوله لیکي، که د ملاعمر په ځای واوسې نو به دا اندیښنه درسره وي چې نورې هلیکپټرې به څه وخت درپسې راځي.

اوس پوښتنه داده چې د بن لادن وژل کیدل به په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو حضور له څه سرنوشت سره مخامخ کړي؟

د نیویارک ټايمز له دې تحلیل سره سم، دا مسله په یوشمیر پیښو پورې چې تر اوسه واضح نه دي، اړه لري.

یانې دا چې ایا القاعده به د خپل مشر د غچ اخیستو لپاره اقدام وکړي؟ ایا امریکایي ځواکونه به په خپل اوسني قوت سره پاتې شي؟ او ایا د افغانستان امنیتي ځواکونه به د دې وړتیا ولري چې په تیره بیا په نا ارامو ولایتونو لکه کندهار او هلمند کې په خپله امنیتي مسولیتونه په غاړه واخلي.
XS
SM
MD
LG