د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۴

بشري: ولې په کندهار کې عملیات ورو پر مخ ځي؟


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، دوي هڅه کوي په کندهار ولایت کې له تیرو شاوخوا څلور ویشتو ساعتونو راهیسي د وسله والو مخالفینو له خوا پاتې مقاومت هم له منځه یوسي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري، د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې امنیتي ځواکونو په کندهار ولایت کې د وسله والو مخالفینو بریدونه شنډ کړي او اوس مهال یواځې په یوه هوټل کې جګړه روانه ده.

دا چې ولې افغان ځواکونه نه دي توانیدلي چې د تیرې ورځې راهیسې څو تنه وسلوال برید کوونکي له منځه یوسي، بشري يې په اړه وویل:

(دا چې ولې عملیات ورو په مخ ځي؟
په دې اړه باید ووایو چې امنیتي ځواکونه نه غواړي چې په لومړي سره کې دوي ته تلفات واوړي په دوهم ګام کې ملکي کسانو ته په دریم ګام کې عملیات په دې طریقه مخ ته یوسي چې د خلکو شتمنیو ته کوم زیان ونه رسیږي.)

ښاغلی بشري وویل، له تیرې ورځې راهیسي په کندهار کې د وسله والو مخالفینو له خوا په شوې حمله کې چې هدف یي د کندهار د ولایت مقام، د ترافیکو ریاست او د ملي امنیت دفتر وو، تر اوسه دوه پولیس وژل شوي، د ملي امنیت، ملي اردو او ملي پولیسو پنځه ویشت سرتیري او پنځلس ملکي وګړي ټپیان دي.

د ښاغلي بشري په وینا ، افغان ځواکونو په دې جګړه کې د وسله والو مخالفینو در ویشت کسه وژلي او څلور تنه یي ژوندي نیولي دي.

خو نوموړي په دې حمله کې د وسله والو مخالفینو کره شمېره په ګوته نه کړه، خو ويي ویل، چې وسله وال مخالفین په سپکو درندو وسلو او د ځان وژنې په واسکټونو سمبال دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري وویل، لا هم د افغانستان جنوبي ولایتونو د وسله والو مخالفینو له خوا له سختو ګواښونو سره مخ دي.

نوموړي په دې وروستیو کې په کندهار ولایت د وسله والو طالبانو حملو ته په اشارې وویل، کندهار ولایت چې له سیاسي پلوه مهم ولایت دی نو ځکه تل د وسله والو مخالفینو د بریدونو شاهد وي:

(له شک پرته کندهار ولایت د افغانستان یو مرکزي او د ډیر نفوس درلودونکی ولایت دی او له سیاسي، ستراتیژیک پلوه هم خورا مهم اهمیت لري.

کندهار ولایت چې له پاکستان سره نږدې پوله لري او داسې ولایت دی چې له څو کلونو راهیسي په کې امنیتي ستونزې ډیرې وي، نو په همدې دلیل د دښمن تمرکز هم په هغه ولایتونو دی، چې خبر جوړونکی دی او هم دا چې سیاسي او ستراتیژیک اهیمت لري.

نو د کورنیو چارو وزارت د نورو ادارو سره په ګډه دې نکتې ته متوجې دی او د دې ستونزو د حل په لټه کې دی.)

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، چې په کندهار ښار کې له تیرې ورځې راهیسي په جګړه کې د وسله والو مخالفینو هغو کسانو ډیره ونډه اخیستي، چې په دې وروستیو کې د کندهار له زندان څخه تښتیدلي دي.

وسله والو طالبانو څه موده وړاندې د کندهار د سرپوزي له زندان، څخه د یوه تونل له لارې، نږدې پنځه سوه بندیانو ته د تیښتې زمینه برابره کړه.

دوي وايي دا حملې یې د بدر دعملیاتو په لړ کې کړي چې په دې وروستیو کې یې پیل کړي.

راپور: ذکیه غیاثی
XS
SM
MD
LG