د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۶

افغان ځواکونه په نوروز کې ازموینه ورکوي


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن خپل زیاتره مطالب د نوي لمریز کال پیل او د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال بهیر ته ځانګړې کړي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي، چې افغان ځواکونه په نو روز کې خپله ازموینه ورکوي.

ورځپاڼه لیکي، چې ولسمشر کرزې به د نوروز په ورځ افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو د سپارلو د بهیر پیل اعلان کړي او هغه سیمې به په ډاګه کړي، چې د ورځپاڼې په وینا دغه بهیر ترې پیلیږي.

ورځپاڼې لیکلي، چې مزارشریف یو له هغو ښارونو څخه دې، چې امنیتي مسؤلیتونه به یی افغان ځواکونو ته وسپارلې شي او له همدې امله له بهرنیو ځواکونو غوښتل شوي، چې په نوروز کې ددې ښار امنیتي چارې افغان امنیتي ځواکونو ته پریږدي او په لارو او کوڅو کې دې نه دریږي.

خدمتګار په یو جلا مطلب کې په نوي کال کې متصورو ګواښونو ته په کتو افغان ولس ته سپارښتنه کړې، چې نوې کال دې د بدلون په هوډ پیل کړي.

ورځپاڼه لیکي، چې د تیر کال په شان په نوي کال کې هم په جنګ کې ښکیلې غاړې د جنګونو د زیاتیدو خبردارې ورکوي، خو د ورځپاڼې په وینا ولس ته پکار ده، چې په نوي کال کې د سولې او پخلاینې د بهیر د ګړندي کولو لپاره په خپله تګلاره کې بدلون راولي.

افغان جرګې نا دولتي ورځپاڼې بیا د نوي کال په سر کې د امنیتي مسؤلتیونو د انتقال د بهیر پیل ته په اشارې د افغان ځواکونو د وړتیاو په اړه ځینې اندیښنې راخستي.

ورځپاڼه لیکي، چې دا بهیر پداسې حال کې پیلیږي، چې د افغان ځواکونو د وړتیاو په اړه لا هم ډیرې پوښتنې پر ځای پرتې دي او دا لا نده څرګنده، چې دوی به تر کومه حده وکړای شي دا مسؤلیتونه سمبال کړي.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم د افغان ځواکونو د روزلو په برخه کې ځینې کارونه شوي، خو د سمبالښت په برخه کې لا هم اوږده لاره په وړاندې پرته ده.

افغان جرګې د نوي کال په اړه په یو جلا مطلب کې دا سپارښتنه کړې، چې افغانان باید له تیر کال نه د عبرت درس واخلي او په نوي کال کې دې د تیرو تجربو په رڼا کې له شتو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا د تیر کال پیښو ته په اشارې راتلونکې کال د افغانانو لپاره برخلیک ټاکونکې بللې.

ورځپاڼې لیکلي، چې د نوي کال په پیل کې ولسمشر ولس ته په خپله تاریخي وینا کې د امنیت د انتقال د بهیر پیل اعلانوي، چې د ورځپاڼې دا د ولس تر ټولو ستره ازموینه ده.

ورځپاڼې ددغه بهیر پیل په هیواد کې د بشپړ ملي حاکمیت د پلې کولو لپاره ضروري بللې او لیکلي، چې باید ټول اختلافات یوې خوا ته کیښودلې شي او دغې ازموینې ته تیارې ونیولې شي.
XS
SM
MD
LG