د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۲

په کونړکې د دوو ماشومانو د وژنې په اعتراض کاربندي اعلان شوه


دا دوه ماشومان د ښوونځي زده کوونکي وو، چې د شپې له خوا د ناټو الوتکو په نښه کړل او ویي وژل.

د څوکۍ خلک وایي، چې د بهرنیو ځواکونو پر خلاف به د دوي دا کاربندي د دریو ورځو لپاره روانه وي او دڅوکۍ په بازار کې دتيلو پمپونه ،هټۍ، ښوونځي تړل شوي او ترانسپورت په ټپه ولاړدى.

دڅوکۍ ولسوالۍ اوسيدونکي وايي دولتي چارواکو تراوسه دنړيوالو ځواکونو لخوا دوژل شوو کسانو هيڅ پوښتنه نده کړي

دڅوکۍ ولسوالۍ قومې مشر مولوي شا جهان ازادۍ راډيو ته وويل ځوانانو او دڅوکۍ ټولو خلکو غوښتل چې دکونړ جلال اباد لويه لاره بنده کړي او لاريون وکړي ،خو قومې مشرانو او ديني عالمانو دلاريون او دسرک دتړلو مخه ونيوه.

هغه وويل وژل شوي ماشومان نه طالبان و،او نه هم ددولت مخالفين بلکي دښوونځي زده کوونکې وو.

شاه جهان وايي ترهغي به کار بندۍ ته دوام ورکړي چې څو يي غوښتني نه وي منلي شوې.

په ولسي جرګه کې دکونړ استازي مولوي شهزاده شاهد هم دښوونځې د زده کوونکو وژنه غندلي او له نړيوالو ځواکونو يي غوښتي چې بايد دولسي وګړو دمرګ ژوبلې مخه ونيسي.

دڅوکۍ ولسوال عبدالمرجان ازادۍ راډيو ته وويل په کومه شپه چې نړيوالو ځواکونو په څوکۍ کې دوه تنه هلکان ووژل دکونړ والي او نورو چارواکو يي په خپل وخت پوښتنه کړي او غلي ندي ناست ،بلکې هڅي يي پيل کړي چې دپيښې په اړه پوره معلومات ترلاسه او نړيوالو ځواکونو سره پري خبري وکړي

دا لومړى ځل ندى دنړيوالو ځواکونو په عملياتو کې ولسي وګړي وژل کيږي او ياهم خلک دهغي پرخلاف دکار بندۍ اعلان کوي لدي وړاندي هم دکونړ په ګډون دهيواد په بيلابيلو ولايتونو کې دپهرنيو ځواکونو لخوا ولسي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي دي او خلکو خپله غصه اوقهر څرګند کړى دى

ولسمشر حامد کرزي کونړ کې دنړيوالو ځواکونو لخوا دوژل شوو ولسي وګړو په فاتحه کې پر نړيوالو غږ وکړ چې بايد په افغانستان کې خپل عمليات بند کړي

څودولسي وګړو دمرګ ژوبلې مخه ونيول شي ، کونړ ته دولسمشر دراتګ څخه يوه اونۍ لا نده تيره شوي چې په څوکۍ کې نړيوالو ځواکونو هغه دوه هلکان چې دشپي له خوا يي پټي اوبه کول ووژل .
XS
SM
MD
LG