د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۹

فهیم:د افغانستان په مالي سیستم کې ستونزې موجودې دي


د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم
د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم
د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم وايي، چې په مالي نظام کې باید داسې اصلاحات راوستل شي، چې نړېواله ټولنه له افغانستان سره مرستې ته لیواله شي.

نوموړي، چې د سې شنبې په ورځ د تفتیش او کنټرول ادارې یو ورځني سمینار ته وینا کوله، له افغانستان سره د نړېوالې ټولنې اوسنۍ مرستې د مجبوریت له مخې وبللې.

ښاغلي فهیم زیاته کړه، چې په افغانستان لا هم جګړه روانه ده، نو د بشپړمالي نظام برابرولو لپاره وخت ته اړتیا ده:

(په هغه هېوادونو کې چې رونټیا او حساب ورکونه وي او لګښتونه هم پرځای وي او هم په حق وي، نو نړۍ او د نړۍ حکومتونه په ډېر اسانۍ او اطمینان سره ورسره مرسته کوي.

په هغو هېوادونو کې، چې ګډوډي وي او حساب ورکونه په کې معلومه نه وي، نو په هغه ځای کې د مجبوریت له مخې مرسته کوي، چې د افغانستان په اوسني حالت کې نړۍ د مرستې لپاره مجبوره ده، خو موږ باید د نړۍ دغه مجبوریت په لېوالتیا بدله کړو، په داسې حال کې چې موږ په رښتیا ځان عیار کړو او په رښتیا حساب ورکړو.)

خو د ماليې وزیرداکټرعمرزاخېلوال د سیمینار ګډونوالو ته وویل، افغان دولت ورسره د شوېو مرستو په اړه حساب ورکولو ته تیار دی.

ښاغلي زاخېلوال وایي، چې په مالي فساد کې افغان دولت نه بلکې نړېوال ټولنه ښکېله ده.

(څه دپاسه ۴۰ میلیارده پیسې افغانستان ته راغلي خو په دې کې ۷ میلیارده موږ ته رسیدلي خو د دې راکړو پیسو حساب موږ ورکوو او تل حاضر یو.)

د افغانستان په دولتي ادارو کې د فساد په هکله د دولتي چارواکو غبرګون په داسې حال کې څرګنديږي، چې نړېواله ټولنه تل په دولتي ادارو کې د پراخ فساد د موجودیت خبره کوي.

خو دولتي چارواکي وايي، دا چې نړېواله ټولنه له افغانستان سره د څه باندې ۳۳ میلیارد ډالرو مرستې خبره کوي، د دغو چارواکو په وینا یوازې ۸ میلیارد ډالره د افغان دولت له بودیجې څخه لګول شوي دي.

خبریاله ماریا صدیقي
XS
SM
MD
LG