د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۶

په افغانستان کې د ماشومانو د روغتیايي وضیعت بوږنونکی تصویر


په دې راپور کې د افغانستان د هغو بې وزلو کورنیو حال بیان شوی چې ماشومان يې له خورځواکۍ سره مخ دي.
په دې راپور کې د افغانستان د هغو بې وزلو کورنیو حال بیان شوی چې ماشومان يې له خورځواکۍ سره مخ دي.
د نیو ریپوبلیک په نوم د امریکایۍ اونیزې یوې خبریالې په یو راپور کې په افغانستان کې د بېوزلۍ یو بوګنوونکی تصویر وړاندې کړی.

انابادخېن د بلخ ولایت یوه کلي تللې او په هغه راپور کې چې له هغه ځایه یې برابر کړی د یوه نوي زېږېدلي ماشوم کیسه کوي چې څنګه یې مور د هغه د ژوندي ساتلو لپاره هڅه کوي.

دا راپور احمد تکل لوستی او غټ ټکي یې ترې پښتو ته ژباړلي:


د خورې ګل د نوي زېږېدلي زوی، محمدذکرالله د ملا او ورنونو پوستکی هغه مهال چې له درده اوړي رااوړي راځړېږي او د ده سر او وچولی په هغه شنه محلول رنګ شوی چې موریې په دې ګومان چې د لوږې له وجې سردرد به یې لیرې کړي، ورته جوړ کړی.

د ماشوم شنې بړستنې ته نژدې زړه بخارۍ چې له وښو او خوشایو جوړې ټپۍ پکې سوځېږي لګېږي، خو تر تودوخې ډېر لوګي ترې راوزي.

خورې ګل د خپل څلوېښت ورځني زوی د ژغورنې لپاره پرته له دې چې په اورني کې یې تاو کړي بل څه کولای شي. په روپیو سینګار دې اورني کې خورې ګل خپل پنځه نور ماشومان هم تاو کړي.

مور، ماشوم خپلې ښۍ خوا سینې ته نژدې کړ، خو په هغه کې شیدې نشته، ځکه خورې ګل او د دې د کورنۍ نورو اوو غړو، چې په یوه خونه کې استوګنه لري، هره ورځ سهار، غرمه او ماښام له یوې لږې اندازې وریجو پرته بل څه نه دي خوړلي.
د بلخ ولایت په دې کلي کې چې خورې ګل ژوند کوي، څلوېښت له خټو جوړ کورونه ودان دي خو ډېرلږ کسان په هغو میلیاردونو ډالرو مرستو خبر دي چې په تېرو لسو کلونو کې له افغانستان سره شوي.

په داسې حال کې چې افغانستان د ماشومانو د مړینې له پلوه په نړۍ کې دوهم ځای لري، د نړیوالو مرستو په دې هېواد کې د ماشومانو په ژوند کې ډېر کم بدلون راوستی.

په افغانستان کې په هرنیم ساعت کې یوماشوم د خوارځواکۍ په څېر د هغوعواملو له وجې مري چې مخنیوی یې ممکن دی. په بلخ ولایت کې چې د وګړو شمېر یې دوه میلیونه اټکل کېږي د روغتیا مسوول چارواکي وايي چې د سختې خوارځواکۍ له وجې د ماشومانو مړینه په سلو کې د اوو او لسو ترمینځ ده.
په دې معنا چې په بلخ ولایت کې نژدې څلوېښت زره ماشومان چې ډېره برخه یې نوي زېږېدلي او نوي په پښو راغلي ماشومان دي، د محمدذاکرالله په څېر د لوږې په حال کې د ژوند او د لوږې له لاسه د مرګ ترمینځ لاس پښې وهي.

په افغانستان کې د خوارځواکۍ علتونه واضح دي. د څښاک په اوبو کې د هغو ناروغیو ویروسونه شته چې د اسهال په وسیله د ماشومانو د وجود اوبه وچوي او میندې، چې هسې هم یوازې د وریجو، وچې ډوډۍ او چای د خوړلو له وجې لوږه ګالي د ګڼ شمېر او پرله پسې ماشومانو د زېږولو په خاطر ډېرې کمزورېږي.
څو ګاونډۍ مېرمنې خونې ته د دې لپاره راغلې چې که محمدذاکرالله سترګې پټې کړي خورې ګل ته ډاډګېرنه ورکړي. په خونه کې د ګند، خوشایو او مزرو، د بخارۍ د لوګي او تریاکو بوی دی.

په دې سیمه کې مخدرمواد د درد، د لوږې د له مینځه وړلو، د زکام او غړو د خوږو د آرامولو لپاره څکول کېږي.

د راپور لیکواله لیکي چې دې له مېلمنو مېرمنو څخه پوښتنه وکړه چې د دوی په کلي کې د خوارځواکۍ له وجې نور ناروغ ماشومان هم شته کنه، او زیاتوي، ټولو مېرمنو په یوه آواز ځواب ورکړ چې د دوی ټول ماشومان د ذاکرالله په شان دي.

دا بیا پوښتنه کوي چې ذاکرالله له زیږېدو وروسته خپل څومره وزن بایللی، خو مېرمنې په ځواب کې وايي چې د دوی په کلي کې ترازو نشته چې د خپلو ماشومانو وزن پرې معلوم کړي.

د راپور لیکواله انابادخېن په پای کې لیکي، ذاکرالله حتی که ژوندی هم پاتې شي خو د ژوند دې پخوانۍ او زړې طریقې او د نوې زمانې قوانینو د ده د راتلونکي ژوند تصویر مخکې له مخکې اېستلی.

ذاکرالله به داسې یو هلک وي چې تر سوځوونکي لمر لاندې به هره ورځ بوټي ټولوي او په بازار کې به یې خرڅوي. او چې ځوان شي نو وخت به یې له ژورې څا نه په پړي د اوبو په رااېستلو تېرېږي.

دی به هېڅکله په ماړه نس ډوډۍ ونه خوري، مېرمن به یې د دوهم ماشوم له زیږولو وروسته زړه وي او دی به د ژوند د جنجالونو د هېرولو لپاره تریاک استعمالوي.

خو اوسنۍ احصاییې ښيي چې د ده عذاب ښايي ډېر اوږد نشي، ځکه له نړیوالو مرستو او په دې هېواد کې د هوسا او نېکمرغه ژوند له ژمنو سره سره په افغانستان کې د ژوند اوسط یوازې ۴۴ کاله دی.
XS
SM
MD
LG