د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۴

د ایکو سازمان وايي، د غزني په بیارغونه کې به همکاري وکړو


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین
په کابل کې د ایکو یا د اقتصادي همکارېو د سازمان د فرهنګي موسېسې په پنځمه غونډه کې د غړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ د فرهنګي همکارېو د زیاتیدو په ګډون په بېلابېلو مسایلو خبرې وشوې، چې په پای کې یې یوه اوه ماده یي پریکړه لیک هم خپور شو.

په دغه پریکړه لیک کې په سیمه په ځانګړې توګه افغانستان کې د ګډو فرهنګي میراثونو په بیارغونه کې په همکارېو ټینګار شوی دی.

د دغه دوه ورځنۍ غونډې له پای ته رسېدو وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین تمه وښودله، چې د ایکو سازمان غړي هېوادونه به په غزني کې د لرغونو اثارو په بیارغونې کې د همکارېو په ژمنو عمل وکړي:

(په دې غونډه کې په ځانګړې توګه د غزني د بیارغونې له طرحې نه ملاتړ وشو، یعنې په دې برخه کې د ایکو موسېسې خپله همکاري اعلان کړه او له هغوي نه مو وغوښتل چې د غزني په بیارغونې کې خپلې همکارۍ ژر پیل کړي.

دغه موسېسه د سیمې د ملتونو په نږدې کولو او د هغوي په اقتصاد او فرهنګ کې مهم رول لوبوي.)

رهین وویل، د ایکو سازمان غړي هېوادونه په غزني کې د لرغونو اثارو په بیارغونه کې همکاري کولای شي او مهمه نه ده چې دغه همکاري دې یوازې مالي و اوسي.

د ایکو سازمان د فرهنګي موسېسې په پنځمه غونډه کې له غړو هېوادونو څخه د افغانستان، ایران او تاجکستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیرانو او د پاکستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ګډون کړی و.

ترکمنستان، ازبکستان، قرغزستان او ترکیه هم د ایکو سازمان غړي دي، خو تر اوسه پورې یې د فرهنګي موسېسې غړیتوب نه دی اخیستی.

غونډې ته په وینا کې د تاجکستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر میرزا شاه رخ اسراري د ایکو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو په لا پیاوړي کېدو ټینګار وکړ:

(سفرونو او لیدنو کتنو ثابته کړه، چې د همکارېو لپاره ډیر زیات ظرفیتونه موجود دي، چې موږ باید له هغو څخه په خپلو راتلونکو فعالیتونو کې ګټه واخلو.

څرګنده ده چې فرهنګ زموږ د هېوادونو د اړیکو، دوستي او ورورګلوۍ په ټینګېدو کې ډیر مهم ر ول لري.)

افغان چارواکو پخوا هم له نړېوالې ټولنې غوښتني و، چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د اسلامي تمدن د مرکز په توګه د غزني د چمتو کولو لپاره مرسته ورسره وکړي.

په دغه ولایت کې د بېلابېلو تاریخي دورو اثار په تیرو جګړو کې زیانمن شوي دي او ډیر یې له منځه تللي دي.

د افغانستان دولت له پخوا نه ويلي، چې د دغو اثارو د بیارغونې لپاره پلانونه په پام کې لري، خو په دې اړه اندیښنې موجودې دي، چې ایا تر ۲۰۱۳ میلادي کاله به دغه پروژې په بشپړه توګه پلي کړای شي او که څنګه.
XS
SM
MD
LG