د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

مشرانو جرګه افغان ځواکونه ته امنیتي چارو سپارلو په اړه اندېښمنه ده


ټاکل شوې ولسمشر حامد کرزي شاوخوا اونۍ وروسته د نوي کال په لومړۍ ورځ افغان ځواکونو ته د امنیت د سپارلو پلان اعلان کړي.

خو په دې هېواد کې روانې ناامنۍ او د کمیت او کیفت له پلوه د افغان ځواکونو کمزورۍ د دغې پروسې د پلي کېدو په مخ کې له لوېو خنډونو څخه بلل کیږي.

مشرانو جرګې هم د یکشنې په ورځ په همدې مسئلې بحث وکړ او اکثرو سناتورانو افغان ځواکونو ته د امنیت سپارل د افغانستان د ملي حاکمیت پر لور یو ښه ګام وباله خو په دې برخه کې یې پراته خنډونه د اندیښنې وړ وبلل.

دوي د تجهیزاتو او کمیت له پلوه د افغان ځواکونو کمزورتیا، د ځواکونو له لیکو څخه د عسکرو تیښته او د جګړې لپاره په دغو ځواکونو کې د انګیزې نشتوالی هغه لویې ستونزې یادې کړي، چې اوس مهال افغان ځواکونه ورسره مخ دي، یوه سناتور مولوي محمود دانشجو په دې اړه وویل:

(په واقعیت کې زموږ په پولیسو، ملي اردو او ان په ملي امنیت کې هم انګیزه موجوده نه ده، د مقابلې او کار لپاره انګیزه نشته، دا ډیره مهمه ده او په خپله د افغانانو کار دی.

بهرني ځواکونه اړ دي، چې د افغانستان پولیسو، ملي اردو او د ملي امنیت ځواکونه تجهیز کړي، په واقعیت کې افغانستان ځان د بهرنیو په ځانګړې توګه د لیرو پرتو هېوادونو د ګټو قرباني کړي دي.)

یو شمېر سناتورانو بیا په افغان دولت کې موجود اداري فساد او له پولو اخوا د پاکستان په خاوره کې د وسلوالو مخالفینو د پناه ځایونو موجودیت ته هم ګوته نیوله چې په وینا یې افغان ځواکونو ته به د امنیت سپارلو بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

ځینو سناتوران بیا د دې پروسې د بریاليتوب لپاره تر ټولو مهم شرط دا ګاڼه چې نړېواله ټولنه باید د اوږدې مودې لپاره له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو او ژمنو ته دوام ورکړي.

خو د دغو بحثونو په پای کې د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وویل، چې د سناتورانو اندیښنو ته د ځواب ویلو لپاره به اړوند امنیتي چارواکي د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته ور وبلل شي:

(ستاسو د وړاندیزونو له مخې به موږ د امنیتي او دفاعي چارو کمیسیون ته مسئولیت ورکوو، چې دا موضوع له هره اړخه مطالعه کړي او خپله نتیجه عمومي غونډې ته وړاندې کړي، په یوې عمومي غونډې کې به موږ د کورنیو چارو، دفاع وزارتونو او د ملي امنیت چارواکي را وغواړو او په دې اړه به انشاالله له هره اړه بحث وکړو.)

تر دې مخکې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېرغړو هم په دې اړه اندیښنه ښودلې وه، چې ایا په اوسنیو شرایطو کې افغان ځواکونو ته د امنیت سپارل امکان لري او که نه.

بل خوا افغان دولت او د ناټو ځواکونو چارواکي د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه پورې افغان ځواکونو ته په تدریجي توګه د امنیت سپارلو په اړه د چمتوالي خبره کوي.

که څه هم یو شمېر کارپوهان هم په دې باور دي، چې افغان امنیتي ځواکونه تر اوسه پورې د وسلو په ځانګړې توګه د هوايي ځواک او درنو وسلو له پلوه کمزوري دي، خو افغان چارواکي بیا وايي، چې د ځواکونو د لا ډیر پياوړي کېدو لپاره کار روان دی.
XS
SM
MD
LG