د شنبې په ورځ د جاپان د دوو ورانو شوېو اټومي بټيو په يوه کې چاودنه وشوه، چې ګڼ کارکوونکي يې ژوبل کړل او په سيمه کې يې د راډيو اکتيف د شعاع کچه ډېره لوړه کړه.
دا چاودنه د خلکو د هغو وېرو او اندېښنو په دوام وشوه، چې ويل يې، کېدى شي د جمعې د ورځې د زوروې زلزلې او څونامي له کبله د دې اټومي بټۍ د سړوونکي سيسټم له خرابېدو سره د هغې ري اکټور ويلې شي.
په جاپان کې يوه مېشت افغان ډاکټر خالد رشاد له ازادۍ راډيو سره خبرو کې وويل، د ويجاړې شوې اټومي بټۍ د موادو خپرېدل به خلکو ته جدي صحي ستونزې پيدا کړي.
د جاپان صدراعظم ناوتو کان چې د شنبې په ورځ يې فوکوشيما ساحه د څرخي الوتکې په مرسته وکتله، په سيمه کې يې، اضطراري حالت اعلان کړ. چارواکو له خلکو وغوښتل د دې ساحې تر سل کيلومترۍ پورې سيمې تخليه کړي.
د جاپان رسنيو راپور ورکړ، چې په زرګونو خلکو د دغو څلوېښت کلنو ري اکټورونو شا و خوا سيمې تخليله کړي دي.
د ريښتر په کچه ٨اعشاريه ٩ درجه زلزلې په ٢٤ کيلومتره ژوروالي سره د هونشو ټاپو ساحلي سيمې ولړزولې. دا د دې هېواد په تاريخ کې تر ټولو ستره زلزله ګڼل شوې ده.
په زلزلې پسې څونامې توپان راغى، چې ټول کلي يې يووړل او په يوه ښار کې يې ډېره ويجاړي جوړه کړه. راپورونه وايي چې تر دوه لکه زياتو خلکو خپل کورونه پرېښي دي.
په زلزله ځپلو سيمو کې د شنبې په ورځ تر شپږپنځوس لکه زياتو کورونو برېښنا او تر لس لکه زياتو نورو اوبه نه درلودې.
د فوکوشيما اوسېدونکي يوشيکازي ياواتاري وويل، خلک ژر تر ژره په دې سيمه کې برېښنا، اوبو او مخابراتو ته اړتيا لري:
”اوس مهال زه له دوي څخه غواړم، چې ځينې اسانتياوې راولي. زه له خلکو غواړم چې د دغو شيانو پر تيارولو کار وکړي. مثلاً موږ له اوبو څخه بې برخې يو، له تشناب څخه ګټه نه شو اخيستلاى“
د جاپان پوځ په زرګونو سرتېري ګمارلي، دوي د ٣٠٠ الوتکو او ٤٠ بېړيو په مرسته د مرستې رسونې چارې پرمخ بيايي.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما هم د امريکا د پوځ ځينې غړي ګمارلي چې په دې افت ځپلي هېواد کې د عاجلو مرستو په برابرولو کې مرسته وکړي. د امريکا ځينو بېړيو او الوتکو ته امر شوى چې په زلزله ځپلو سيمو کې د مرستې رسونې په چارو کې برخه واخلي.
په جاپان کې د امريکا نژدې څلوېښت زره پوځي پرسونل دېره دي. تر اوسه پورې شا و خوا پنځوسو هېوادونو د پلټنې او ژغورنې په عملياتو کې د مرستې ژمنه کړې ده.
افغانستان هم زلزله ځپلي جاپان ته د مرستې لاس ورکړ او د کندهار چارواکو له دې هېواد سره د پنځوسو زرو امريکايي ډالرو د مرستې ژمنه وکړه.
د جاپان په زلزله ځپلې سيمه فوکوشيما کې ٦١کلنې متقاعدې اميکو ناکاهارا وويل، هغه هيله منه ده چې نور به د زلزلې زورور ټکانونه نه وي:
”تر اوسه خو ډېره وحشتناکه تباهي وه، ټول خلک دغه خبره کوي چې دا په جاپان کې تر ټولو ويجاړوونکې زلزله وه.
زه بايد وپوهېږم چې نور څه پېښېږي، يوازېنۍ هيله چې لرم دا ده چې نور ټکانونه به نه وي، دا به ډېره ښه وي. دلته ډېره زياتي تباهي شوې ده.“
د جاپان طبيعي افت او ويجاړيو د دې هېواد کليدي صنايع له خاورې سره خاورې کړل، د دې هېواد مرکزي بانک ژمنه وکړه چې د مالي بازارونو د ثبات لپاره به ډېرې هڅې وکړي.
د پايتخت توکيو د تبادلې مارکېټ وايي د دوشنبې په ورځ به خپل عادي تجارت پيل کړي.