د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

سږکال به په کابل کې یو میلیون نیالګي کینول شي


په کابل کې دغه د نیالګیو د کینولو حشر له خبرې غونډې وروسته د ډوهل په درمبولو سره پیل شو او هر چارواکی یو یو نیالګی د وزیر اکبر خان په تپې وکرلو.

په دغه لومړنې دولتي حشر کې کابل ښاروالۍ خبر ورکړ، چې سږ کال یي د کابل د زرغونتیا لپاره یو میلیون نیالګي او ۱۴ لوی، لوی پارکونه په پام کې نیولی دي.

کابل ښاروال محمد یونس نواندیش زیاته کړه، چې سږ کال یي د زرغونتیا انقلاب په نامه نومولی او په دې برخه کې په پام کې لري چې ۶۰ زره تل زرغون یا شنه نیالګي هم ولګوي.

کابل ښاروال وایي، چې اوس مهال په ټول کابل کې یواځې ۱۵ په سلو کې شنه ځمکه لري او له دې سره د کابل هوا د تنفس وړ نه ده او کیفیت یي ډير ټیټ دی:

“موږ د کابل د زرغونوالي د نوښت په نوم 120 میلویونه ډالري پروګرام لرو، دې پروګرام د اوس لپاره موږ ته 60 زره هغه نیالګي چمتو کړي، چې ټول وخت زرغون وي، موږ سږ کال د کابل ښار د زرغونوالي یو پراخ پروګرام پیل کړی دی.

یوه میاشت مخکې موږ د نیالګیو ایښوول پیل کړي، که څه هم موږ د دې نیالګیو د ایښوولو لپاره کافي وخت نه لرو، ممکن له 20 څخه تر 22 زرو پورې نیالګي پاتې شي، نو غواړو، چې یو شمېر پارکونه جوړ کړو او کابل زرغون او ښایسته کړو.”

دې وایي، چې اوه پارکونه د ښاروالۍ له خوا او اوه نور یي د ایساف په مرسته جوړیږي.

د نیالګیو د کیښودو دغه پروګرام چې د یکشنبې په ورځ د وزیر اکبر خان په تپه کې پیل شو، تر یوې میاشتې به دوام وکړي.

د یکشنبې د ورځې په دې حشر کې د پوهنې وزیر، کابل ښاروال، په کابل کې د امریکا سفیر او د ناټو ځواکونو د عمومي قومندان په ګډون یو شمېرنورو لوړ پوړو چارواکو هم ګډون کړی وو.

د پوهنې وزیر ډاکتر فاروق وردک وایي، چې دا وزارت په پام کې لرې په یو شمېر ښوونځیو کې د کابل ښاروالۍ په مرسته سل زره نیالګي کینوي او همدا شان په پام کې لري د ښوونځیو په نصاب کې د چاپیریال ساتنې په اړه هم یو مضمون ورزیات کړي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر چې په دې غونډه کې یي برخه اخیسته وایي:

(د نن ورځې غونډې مهمه ده، دا د امریکا د دوامداره مرستو ښکارندوی ده او په دې معنا ده چې د نیالګیو د ریشو په ژورېدو او په لویدو سره د امریکا او افغانستان اړیکې هم سره پرمختګ کوي اوغځیږي. دا د امریکې یو له اوږد مهاله مرستو او ملاتړ ښکارندوی دي.)

له تیرو څو کلونو راهیسې هر کال په ټول افغانستان کې او په ځانګړي ډول په کابل ښار کې په سلګونو نیالګي لګول کیږي، خو د چارواکو د نه پاملرنې له امله دغه نیالګي له څه مودې وروسته وچیږي او له منځه ځي.

خو دا چې سږکال دومره لوی شمېر نیالګیو ته به څومره پاملرنه وشي او د اوبو رسولو سیستم به یي څنګه وې، کابل ښاروال محمد یونس نواندیش وایي چې د دې لپاره یی لازم اقدامات په پام کې نیولي دي.

ښاغلي نواندیش زیاتوي، چې په تیر کال کې یي شپږ لکه او دیرش زره نیالګي لګولي، چې یواځې دوه فیصده یي له منځه تللي، خو عام خلک بیا دا نه مني او وایي چې له نیم ډیر نیالګي د نه پاملرنې له امله له منځه تللې دي.

رپورټ: مخفي عزیزي،کابل
XS
SM
MD
LG