د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

په تهران کې د مظاهره چیان او امنیتي ځواکونه سره ونښتل


د مظاهره کونکو د مخنیوي لپاره د تهران د پوهنتون په ډیرو څانګو کې درسونه بند شوي دي.
د مظاهره کونکو د مخنیوي لپاره د تهران د پوهنتون په ډیرو څانګو کې درسونه بند شوي دي.

د سې شنبي په ورځ په تهران کې امنتتي ځواکونه له هغو مظاهره کونکو سره ونښتل، چې د مخالفینو د دوه مشرانو د خوشې کولو دپاره یې لاریون کاوه.

له ایران څخه راپورونه وايي، چې د سې شنبې په ورځ د تهران پر سړکونو له هغو مظاهره کونکو سره زیږ چلند وشو، چې د دوه مخالفو مشرانو د خلاصون په نیت سړکونو ته راوتلي وو.

د ایران د مخالفینو ویب پاڼې کلمه او عیني شاهدان وايي، امنیتي مامورینو چې شخصي جامې یې اغوستې وې، د تهران پوهنتون ته نیژدي له مظاهره کونکو سره لاس او ګریوان شول او د هغو د خورو ورو کولو لپاره یې له اوښکې بهونکي غاز څخه کار واخیست.

د دې پیښو یو عیني شاهد د ازادي راډیو ایرانۍ څانګې راډیو فردا ته ویلي، چې یو شمېر مظاهره کونکي نیول شوي هم دي. دا لا نه ده څرګنده چې څومره کسان مظاهره ته راوتلي وو، خو راپورونه وايي چې د ښار په بیلابیلو سیمو کې د مخالفنیو وړې ډلې راټولې شوې وې.

ندا سبز

په عین حال کې د مخالفینو یوه ویب پاڼه، ندا سبز ازادي، کې راغلي د دې لپاره چې د مظاهره کونکو مخه ونیول شي، د تهران د پوهنتون په ډیرو څانګو کې درسونه بند شوي دي.

تر دې مظاهرو د مخه د مخالفینو په ویب پاڼه کلمې کې راغلي وو، چې مخالف مشران میر حسین موسوي او روحاني اصلاح غوښتونکی مهدي کروبي دواړه د تهران په زندان کې دي.

مخالف مشران او د هغوی میرمنې په یقین سره زندان ته انتقال شوي خو د دوی د بیولو دقیق وخت نه دی څرګند.

کلمه
راپورونه وايي، چې د هغو میرمنې، زهره رهنورد او فاطمه کروبي هم ورسره بندیانې دي.

د انترنیټ په ویب پاڼه، یو تیوب کې داسې تصویرونه ایښودل شوي، چې مخالف فعالین ښکاره کوي، چې په تهران کې د کورونو له بامونو په توره شپه کې د اله اکبر ناري وهي.

راپورونه وايي، چې دواړه مخالف مشران د فبروري له څوارلسمې راهیسې یې چې په مصر او تونس کې د پاڅونونو په ملاتړ د لاریون اعلان وکړ، په کورنو کې نظر بند وو.

په ورستیو ورځو کې د کروبي او موسوي اولادونو او ګاونډیانو ویل، داسې ښکاري، چې دوی له د خپل هستوګني له ځایه وتلي دي.

کلمې ویب پاڼه د یوې با اعتبار سرچیني په حواله د دوشنبي په ورځ ریپورټ ورکړ، چې مخالف مشران او د هغوی میرمنې په یقین سره زندان ته انتقال شوي خو د دوی د بیولو دقیق وخت نه دی څرګند.

په ویب پاڼه کې راغلي دوی د تهران په حشمتیه زندان کې دي.


مخالف مشران


چارواکي وايي، له مخالفو مشرانو سره له بهر څخه د هر ډول اړیکو نیول بند دي. خو دولتي څارنوال غلام حسین محسن ایجې د سې شنبې په ورځ د ایران د مخالفو مشرانو نیول رد کړل.

موسوي او کروبي د ۲۰۰۹ م کال له جون راهیسې له هغه مهاله چې د جمهور ریاست د لانجمنو انتخاباتو په وړاندې یې اعتراض څرګند کړی، ترسخت فشار لاندې دي.

په دغو انتخاباتو کې محمود احمدي نژاد د جمهوری ریاست د بلې دوری لپاره وټاکل شو.

په واشنګتن کې د سپینۍ ماڼۍ یوه ویاند پرون وویل، د ایراني مخالفو مشرانو نیول نه منل کیږي او د دوی پر خوشې کیدو یې ټینګار وکړ.
XS
SM
MD
LG